لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دپولينډ صدر او ميرمن يې دجهاز حادثه کې مړۀ شوي دي


دپولينډ دصدر الوتکه په لويديز روس کې دغورځيدو له امله تباه شوې ده.

دپولينډ چارواکي وائي دروس د سمولينکس سيمې سره نزدې رامينځته شوې دغه پيښه کې دپولينډ صدر ليخ کازنسکي او دهغه دميرمنې په گډون 96 کسان مړۀ شوي دي.

دروس دبهرنيو چارو وزارت هم په الوتکه کې دناستو ټولو کسانو دوژل کيدو تصديق کړى دى خو ددغو کسانو دپيژندگلو په لړ کې يې څه نۀ دي ويلي.

XS
SM
MD
LG