لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

گیلاني : د پاکستان اټومي وسلې په خوندي لاسونو کې دي


د پاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني د گل دورځې څخه په امريکا کې پيل کيدونکي دجوهري سلامتۍ په سرمشريزه غونډه کې گډون لپاره د خالي په ورځ واشنگټن ته روان شوى دى.
ښاغلي گیلاني داسلام اباد په هوائي ډگر خبريالانو سره خبرو کې وويل دپاکستان ايټمي وسلې په خوندي لاسونو کې دي.
وزيراعظم وويل دجوهري چارو په هکله دپارلمان دقومي سلامتۍ کميټه خبر کړل شوې ده او هغه ددغه کميټۍ دبشپړ ملاتړ سره کانفرنس کې دگډون دپاره روان دى.
ددغه کانفرنس مقصد په ټوله نړۍ کې دجوهري تنصيباتو او موادو خوندي کولو دپاره يوه گډه تگلاره جوړول دي.
دپاکستان حکومت وائي دايټمي توان لرونکي هيواد په توگه هغوي دسول او پوځي استعمال دجوهري موادو دخوندي کولو په هکله دخپلو ذمه واريو څخه په بشپړ ډول خبر دي.
دچارواکو وينا ده پاکستان دخپلو جوهري پنگو دحفاظت دپاره يو غوره او جامع نظام جوړ کړى دى.
دپاکستان دبهرنيو چارو ددفتر لخوا دجاري شوي يو بيان له مخې دايټمي وسلو په بابله دملي واک اختيار ترلاسه کولو څخه وروستو وزيراعظم گيلاني دايټمي چارو په هکله په کومه نړيواله غونډه کې په وړومبي ځل گډون کوي.
بيان کې ويل شوي دي دجوهري سلامتۍ په اړه واشنگټن کې کيدونکې نړيواله سرټولنه له دې امله هم زيات ارزښت لري چې دامريکا صدر براک اوباما اوس اوس دروس سره دوسلو دکموت په معاهده دلاسليک کولو څخه وروستو وئيلي ؤ چې ايټمي ترهه گري دنړيوالې سلامتۍ لپاره تر ټولو ستر گواښ دى.
په دغه دوه ورځنۍ سرټولنه کې به د40ؤ څخه دزياتو هيوادونو دمشرانو ترڅنگ دايټمي انرژۍ دنړيوالې ايجنسۍ ائي اى اي اى مشر هم برخه اخلي.
وزيراعظم گيلاني به پخپله دغه سفر کې دامريکا جمهوررئيس براک اوباما او نړيوالو مشرانو سره ليدنې هم کوي.

XS
SM
MD
LG