لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د پيښور پوهنتون  بيا پرانستل شوى دى


دغه پوهنتون په 20م مارچ وروستو له هغې په بشپړ ډول تړل شوى ؤ ، کله چې دمارچ په 19مه نيټه دايگري کلچر يونيورسټۍ دننه په يو مذهبي گوند پسې تړل شوؤ طالب علمانو دموسيقۍ په اوريدو عدنان نومې يو طالب علم په وهلو وهلو وژلى ؤ
دطالب علم دوژل کيدو په ضد دپيښور يونيورسټۍ دننه سخت اړى گړى خور شوى ؤ او طالب علمان احتجاج ته راپاريدلي وؤ چې له هغې وروسته دپوهنتون انتظاميې ددغه پوهنتون دتړلو پريکړه کړې وه.
له دې وړاندې دپيښور داسلاميه کالج يونيورسټۍ دلوړو ټولگو سبقونه د پنځم اپريل څخه پيل کړي وؤ اودخالي په ورځ پيښور پوهنتون هم يو ځل بيا دطالب علمانو په مخ پرانستل شو.
دپيښور پوهنتون قائمقام مشر يا وي سي ډاکټر پروفيسر اقبال ډيوه ريډيو سره په خبرو کې وويل ديونيورسټۍ انتظاميې له خپله اړخه پوره وس چار کړى دى چې پوهنتون کې بايد په راتلونکي کې دغه رقم بدې پيښې رامينځته نۀ شي.
ښاغلي اقبال وويل دټولو هاسټلونو څخه يې هاغه طالب علمان ويستلي چې په غيرقانوني ډول په دغو هاسټلو کې ميشته وؤ.
پيښور پوهنتون نن په داسې حال کې دوباره پرانستل شوى چې دغلته ځايې پځايې دپوليسو پهرې ليدل کيدې او پوهنتون ته په غځيدلو لارو هم پوليسو مورچې جوړې کړي دي.
بايد وويل شي دپيښور پوهنتون دکيمپس دلاندې څلور پوهنتونونه فعاليت کوي چې په هغو کې اسلاميه کالج پوهنتون،ايگري کلچر پوهنتون، انجنئير پوهنتون او پيښور پوهنتون شامل دي.
ټاکل شوې ده ايگري کلچر يونيورسټي به د12م اپريل څخه بيرته پرانستل شي.
همدغه راز دانجنئيرنگ يونيورسټۍ او خيبرميډيکل کالج دپرانستې کار به هم پړاؤ په پړاؤ ترسره کولى شي.
په پيښور يونيورسټۍ کې دوژل شوي طالب علم دقتل مقدمه د9ؤ کسانو په ضد درج شوې ده چې په هغې کې 6 د ايگري کلچر يونيورسټۍ زده کوونکي دي.

XS
SM
MD
LG