لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د30ؤ هيوادونو د دفاع اتاشانو دسوات سفرکړى دى


د نړۍ د 30ؤ هيوادونو د دفاع اتاشانو دخالي په ورځ دصوبه سرحد دجنگ ځپلې سيمې سوات څخه ليدنه کړې ده اؤ دغلته ورته د سيمې دامنيتي وضعې په هکله احوال تيرکړل شوى دى.
ددفاع ددغو اتاشانو تعلق دامريکا،چين،کاناډا،هالينډ،اسټريليا،اټاليااؤ نورو هيوادونوسره وؤ.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه راډيو ته ويلي دي کله چې دغه غيرملکي اتاشان دسوات کبل سيمې ته ورسيدل نو دغلته ورته دمليشه ځواکونو په کيمپ کانجوکې ديوې پرتمينې دستورې تابياشوې وه.
په دغه دستوره کې دسکولونو ماشومانو داتاشانو په وړاندې رنگارنگ لوبې وکړې اؤ دپښتنو د روايتي خټک ډانس مظاهره يې هم وکړه.
په سيمه کې دپوځي عملياتو مشربريگيډئير سلمان اکبر ډلې ته د احوال تيرولو په وخت وويل په سوات کې امنيتي ځواکونو داولس په مرسته په بريالي ډول عمليات ترسره کړي اؤ ددغو عملياتو په نتيجه کې تندلاري دپښو څخه غورځيدلي دي.
هغه وويل تندلارو ته دماتې ورکولو څخه وروستو په سيمه کې پرمختيايي کارونه پيل کړل شوي دي اؤ په بيلابيلو سيموکې سکولونه اؤ روغتونونه فعال شوي دي.
دنړۍ د ديرشو هيوادونو ددفاع اتاشانو په دغه موقعه دترهگرۍ په ضد روانه جگړه کې دپاکستاني پوځ دکردار ستائنه وکړه اؤ وئ ويل پاکستان چې دترهگرۍ په ضد جگړه کې کوم کردارترسره کړى دى نړيواله ټولنه ورته دقدرپه سترگه گوري.
سوات دصوبه سرحد هغه سيمه ده چرته چې څه موده وړاندې تندروه طالبانو دحکومت په واک چيلنج کولوسره خپلې شريعي محکمې جوړې کړې وې اؤ په شلگونو خلک يې دحلالولو وروستوپه چوکونوکې ځوړندکړي وؤ.
دپاکستان پوځ تيرکال ددغو ياغي طالبانوپه ضد په لويې کچ عمليات پيل کړي وؤ چې په دغو عملياتوکې دسوات دطالبانو گڼ شمير مهم مشران نيول شوي اؤ وژل شوي دي خو زيات شمير مهم طالب مشران داسې هم شته چې هغوئ ددغو عملياتو څخه ژوندي وتلي اؤ په نامعلوموځائيونوکې پټ شوي دي ددغوطالبانومشرمولانا فضل الله وايي چې هغه افغانستان ته اوښتى دى خوپه افغانستان کې دهغه دموجوديت تصديق دکومې باوري سرچينې څخه نۀ دى شوى.

XS
SM
MD
LG