لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

اوباما: خوندي پاکستان او افغانستان دامريکې مقصد دى


د امريکې صدر براک اوباما وئيلي دي دهغه انتظاميه دپاکستان او افغانستان دننه خوندي فضاء رامينځته کولو ته ځانگړې پاملرنه کوي.
اى بي سي ټيلي ويژن سره په يوه اوږده مرکه کې ښاغلي اوباما دا هم وويل چې دپاکستان او افغانستان په سرحدي سيمو کې دتندلارو مرکزونه تباه کول دامريکا دپاره اوليت لري او هم دغه دافغانستان دپاره دهغه دستراتيژۍ اساسي نکته ده.
ددې وضاحت چې ددغو تندلارو دله مينځه وړلو لپاره څه پلان لري اوباما وويل مونږ ته به دپاکستان او افغانستان دننه ديوې داسې فضاء جوړولو لپاره کار کول وي چرته چې دغه تندلاري تنظيمونه دلارې خنډ نۀ وي.
اوباما دافغانستان صدر حامد کرزى دالقاعده په ضد جگړه کې يو سخت برخه وال وگرځولو او وې ويل کرزى اوس هم دکورنيو سياستونو په هکله دچيلنج سره مخ دى.
اوباما په پاک افغان سيمه کې دخپل موجوديت دجواز په هکله وضاحت وکړو او وې ويل واشنگټن په پاک افغان سيمه کې ځکه موجوديت لري چې په دغه سيمه کې پټو ترهه گرو دکال 2001ء دستمبر په 11مه نيټه 3000 امريکايان وژلي وؤ.
اوباما خبردارى ورکړو چې دغه خلک اوس هم دغلته پټ دي او اوس هم دامريکايانو دوژلو او تباه لپاره پلانونه جوړوي.
هغه وويل دافغان ستراتيژۍ دجوړولو په پيل کې مې هم ويلي وؤ چې دغه معامله زمونږ لپاره ستره انديښنه ده او اوس مو ورته هم ځانگړى پام گرځولى دى.
اوباما وويل دغو ترهه گرو ته دماتې ورکولو مطلب ديو مضبوط افغانستان باوري کول دي کوم چې به روزل شوي عسکر لري او دغه عسکر به طالبانو ته دهيواد په لويو برخو دقبضې کولو اجازه نۀ ورکوي.
په ايران دنوؤ بنديزونو په هکله ديوې پوښتنې په ځواب کې جمهوررئيس اوباما وويل دا ذمه واري نۀ شي ورکړل کيدلى چې دايران په ضد دملگرو ملتونو دنوؤ بنديزونو سره به دغه هيواد دحساس جوهري کار په اودرولو رضا کړل شي.
هغه وويل په ايران دنړيوالې ټولنې دپوخ او پرله پسې فشار له امله به اخر هم ايران ته دا احساس وشي چې جوهري وسلې جوړول څه زيات گټور کار نۀ دى.
اى بي سي سره په يوه مرکه کې جمهوررئيس اوباما وويل دايران حکومت ناپوهه نۀ دى او نړيواله ټولنه چې څه کوي په هغې يې ژور نظر لرلى دى.
دايران سرکاري ميډيا دجمعې په ورځ راپور ورکړى ؤ چې تهران نوي سينټري فيوجز جوړ کړي دي چې دا د موجوده سنټري فيوجز څخه دوه برخې زيات طاقتور دي.
په راپور کې ويل شوي دي دايران دايټمي چارو مشر علي اکبر صالحي دغه اعلان دجمعې په ورځ دايران دملي جوهري ورځې په مهال کړى دى.
نړيواله ټولنه خيال لري چې ايران په پټه توگه دايټمي وسلو جوړولو هڅې کوي خو ايران ددغسې تورونو رد کوي.
دزيارت په ورځ دشپږو نړيوالو طاقتونو ډيپلوماټانو دايران دجوهري هلو ځلو له امله په دغه هيواد دنوؤ لگيدونکو ممکنه بنديزونو په اړه دخبرو اترو دپاره په نيويارک کې ليدنه ترسره کړې ده.

XS
SM
MD
LG