لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

صدراوباما دپاکستان او هند وزيراعظمانو سره ويني


دامريکا جمهوررئيس براک اوباما به داتوار په ورځ په واشنگټن کې دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني او دهند وزيراعظم من موهن سنگ سره جدا جدا لیده کاته کوي.
دجنوبي ايشياء دغه دواړه هيوادونه په ايټمي وسلو معمور دي او دويشل شوي کشمير په شخړه يې خپلو کې درې جنگونه کړي دي.
چارواکي وائي جمهوررئيس اوباما به هم په دې ورځ دجنوبي افريقې او قازقستان دمشرانو سره هم وويني.
دغو دواړو هيوادونو پخپله خوښه دجوهري وسلو پروگرام څخه لاس اخستى ؤ.
دا مهال واشنگتن ته دخواؤشا 50ؤ هيوادونو مشران ورټوليږي ، دغه مشران به دايټمي وسلو په هکله په نړيواله سرټولنه کې برخه اخلي چې مشري به يې جمهوررئيس اوباما کوي.
ددغه غونډې مقصد په گډ ډول يوه اسې تگلاره غوره کول دي چې له مخې يې په دنيا کې غيرخوندي جوهري مواد دترهه گرو لاس ته ورنۀ شي.
داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو په دغه غونډه کې گډون نۀ کوي خو اسرائيلي چارواکي وائي دهغه مرستيال ډين ميريډر به دهغه په استازيتوب غونډه کې برخه لري.

XS
SM
MD
LG