لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په زرگونو پاکستاني عسکرو جنگي مشقونه پیل کړې


د پاکستان پوځ د عزم نو٣ یا دنوي عظم دریم په نوم لوې جنگي مشقونه شورو کړې دي چې د مزکین پوځ ټولې څانگې سره د هوايي پوځ برخه اخلي.
د پوځ د اعلاميي ترمخه، د مشقونو په وړمبي پړاؤ د خالي په ورځ د ډسپرسل ټیکنیکس یا د حقیقي جنگ په رنگ حالاتو کې د د شمن د دانه وانه کولو طریقي ووکارولې.
په مشقونو کې به د٢٠،٠٠٠ نه زیات عسکر برخه اخلي او دا به د مۍ د میاشتې تر ١٥لسمې نیټې پورې جاري وي.
د پاکستان پوځ د عامو تعلقاتو څانگه یا اي ایس پي ار خپل یوبیان کې وايي چې د مزکین پوځ د ټینکونو، توپخانې، جهازویشتونکې توپخانې یونټې او یو شمیر نورې څانگې په فعاله توگه برخه اخلي.
مشقونه د پنجاب صوبې په بهاولپور سیمه کې کیږي چې د هند پولې سره نزدي زیاتره ریگستاني علاقه ده.
پاکستان پوځ برطانيي نه د ازادۍ ورسته هند سره درې جنگونه کړې، چې دوه پکې د کشمیر په سر وو.
ددفاعې چارو څیړونکې وايي چې د پاکستان پوځ هدف هند سره د خپله مشرقي پوله خوندې ساتل دي خو په دې ورستي کلونو کې پاکستان وايي چې د افغانستان سره په غربي پوله باندې هم په زرگونو عسکرپرځايي کړې دي چې د القاعده او طالبانو سره تړاؤ لرنکي جنگیالو خلاف يي عملیات ترسره کړې دي.
د ترهگرۍ خلاف په همکارۍ باندې امریکا د پاکستان پوځ ته په میلینونو ډالرې مالي امداد او جدید الات هم ورکړې دي.
اقتصادي پوهان وايي پاکستان د خپل امدن لویه برخه په پو ځ مصرفه وي د څه په وجه چې هیواد کې د غربت د خاتمې، تعلیم او د صحت په مدونو کې د پرمختگ او ترقۍ لاره نیولی شوې ده.

XS
SM
MD
LG