لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ایران وايي ملگري ملتونه به د امریکايي ایټمي خطر نه خبروي


ایران ویلې دي چې د ملگرو ملتونو اداره به د امریکې لخوا د ایټمي وسلو کارولو خطر نه خبروي.
تهران کې د خارجه وزارت یو بیان کې ویل شوې چې ملگرو ملتونوته به شکایت پس ددې کیږي چې د امریکې صدر باراک اوبامه د هیواد نوي ایټمي پالیسي اعلانولو په ترڅ کې ویلې چې امریکا به د هاغه هیوادونو خلاف ایټمي وسلې نه استعمالوي کوم هیوادونه چې ایټمي وسلې نه لري خو په دې هیوادونو کې يي ایران او شمالي کوریا نه دي شامل.
واشنگټن وايي چې ایران د ایټمي وسلې د خپریدو خلاف د نړي والو ضوابطو پر ضد د ایټمي وسلو ترلاسه کولو هسې کوي. ایران وايي ایټمي پروگرام يي د پرامن مقاصدو یعې د تواناي جوړولو پاره دی.
دایران ترټولولوې مذهبي مشر ایت الله علي خامنايي ویلې چې براک اوبامه په نا څرگنده توگه په ایران د ایټمي حملې ډرکه کړې. هغه زیاته کړې چې داد امریکې صدر دشان سره نه ښايي.
د ایراني ټیلې ویژن د رپورټ ترمخه، پوځي افسرانو سره د خبرو په وخت علي خامنايي وویلې دا ډیره عجیبه خبره ده چې د یو هیواد مشر په ٢١تمه صدۍ کې هم بل هیواد ته د ایټمي حملې ډرکه کړې ده.

XS
SM
MD
LG