لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

قندهار: دناټو دځواکونو ډزو کې 4 افغانان وژل شوي دي


افغان چارواکي وائي دگل په ورځ په قندهار ولايت کې دمسافرو په يو بس غيرملکي پوځيانو ناتاره ډزې کړي چې پکې 4 کسان وژل شوي او 18 ژوبل شوي دي.
هم په دغه ولايت کې دملي امنيت په دفتر دځانمرگي بريد په هڅه کې درې ورانکاري هم وژل شوي دي.
دافغانستان جمهوررئيس حامد کرزي دناټو په ډزو کې دبې گناه افغانانو دوژنې په سختو ټکو کې غندنه کړې او وئيلي يې دي ناټو بايد دعملياتو په مهال دبې گناه خلکو ژغورنه باوري کړي.
دقندهار دوالي وياند زلمي ايوبي خبريالانو ته ويلي دي دغه پيښه دگل په سحر په زيړي اولسوالۍ کې رامينځته شوې او په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې ميرمنې او ماشومان هم شامل دي.
دوالي وياند وائي په پيښه کې ژوبل شوي دولس کسان نزدې پوځي روغتون ته رسول شوي دي.
په افغانستان کې دميشته ؤ ائتلافي ځواکونه وائي هغوي ددغه پيښې څخه خبر دي خو په دغه لړ کې يې زيات جزئيات نۀ دي په ډاگه کړي.
چارواکي وائي دناټو او افغاني څيړونکو يوه گډه ډله سيمې ته دپيښې دپلټنې دپاره ليږل شوې ده.
دگل په ورځ دافغانستان دجمهوررئيس لخوا په جاري شوي يو بيان کې په قندهار کې درامينځته شوې دغه پيښې په سختو ټکو کې غندنه شوې ده.
جمهوررئيس حامد کرزي ويلي دي ائتلافي ځواکونه افغانستان ته دافغانانو دساتنې دپاره ورغلي نۀ چې دهغوي دوژلو او زورولو دپاره.
حامد کرزي په دغه پيښه دخفگان ښودلو په ترڅ کې په ائتلافي ځواکونو ټينگار کړى دى چې دهر رقم عملياتو په مهال بايد دبې گناه افغانانو ژغورنې ته پام وگرځوي.
افغان جمهوررئيس او نور چارواکي په هيواد کې دائتلافي ځواکونو په عملياتو کې دعامو وگړو دوژنې مخالف دي او مدام يې په دغسې پيښو انديښنې ښکاره کړي دي.
افغان حکومت په دې نظر دى چې دناټو په عملياتو کې دبې گناه ملکي خلکو په وژنه دترهه گرۍ په ضد روانو حکومتي هڅو ته زيان رسوي.
بل لوري ته هم دگل په ورځ په قندهار ولايت کې دافغانستان داستخباراتو په دفتر دځانمرگي بريد په هڅه کې درې ورانکاري وژل شوي دي.
دقندهار دولايتي شورا رئيس احمد ولي کرزي ويلي دگل په ورځ دريوؤ ځان وژونکو دملي امنيت ددفتر ودانۍ ته دننوتلو هڅه کوله.
هغه وويل کله چې ساتونکو ځان وژونکي اودرول نو يو ځان وژونکي خپل ځان پسې تړلي چاؤديدونکي مواد والوځول او دوه نور دامنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شول.

XS
SM
MD
LG