لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اورکزو: نښتو کې 35 جنگيالي او 4 عسکر وژل شوي دي


دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په نښتو کې نور شدت هم رامينځته شوى او دګل په ورځ ددواړو خواؤ ترمينځ په جګړه کې 35 تندلاري او 4 امنيتي عسکر وژل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دګل دورځې دسحر په توره خړه کې تندلارو شيرين دره سيمه کې دامنيتي ځواکونو په يوه پوسته بريد وکړو چې پکې 4 عسکر مړۀ او 9 نور ژوبل شول.
همدغه راز په سانګړه سيمه کې هم تندلارو يوه امنيتي پوسته په نخښه کړې ده.
سرچينې وائي ددغو بريدونو څخه وروستو امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد کوټلي عمليات کړي دي چې پکې 35 جنګيالي وژل شوي او ګڼ نور ژوبل شوي دي.
دپوځ دعملياتو په مهال په شيرين دره او سانګړه سيمو کې دتندلارو درې شکمنې ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
استخباراتي سرچينې وائي دشيرين درې او سانګړې دامنيتي پوستو ترڅنګ د15ؤ جنګيالو مړي ترلاسه شوي او20 وژل شوي تندلاري جنګيالو دځان سره وړي دي.
په اورکزو کې دتيرو دريوؤ اوونيو راهسې دتندلارو په ضد دپوځ لخوا په نااعلانه توګه سخت عمليات روان دي او په سيمه کې دپوځي عملياتو کمانډر طاهر اکرم خبريالانو ته ويلي دي په دغه قبائيلي سيمه کې دتندلارو زيات شمير مرکزونه تباه کړل شوي او داهمو کمانډرانو په ګډون د300ؤ څخه زيات تندلاري وژل شوي دي.
دازادو سرچينو لخوا په دغو نښتو کې دپوځ لخوا دوژل شوؤ کسانو دشميرې تصديق نۀ دى شوى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG