لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

‍پاکستان کې د سیاسي اړي گړي له امله لږترلږه ٦ تنان وژل شوې


دپاکستان شمال غربي ایبټ آباد ضلع کې د صوبه سرحد نوم بدیلیدو خلاف د مظاهرو په وخت پولیسو او مظاهرچیانو په منځ کې د گل په ورځ نښتو کې لږ ترلږه شپږ تنان وژل شوې او تر ٨٠ؤ پورې نور خلک زخمیان شوې دي.
په ایبټ آباد ښار کې د صوبی نوم خیبر پښتونخوا ته د بدلولو خلاف مظاهره چیانو د پولیسو یوې تهانړې ته اور واچلولو او پولیسو د مظاهره کونکو د تس نس کولو دپاره د اوښکو گیس اوورولو.
بلخوا، دصوبه سرحد داطلاعاتو وزير ميا افتخارحسين ويلي دي دخيبرپښتونخوا په نوم د هزارې سيمې داوسيدونکو انديښنو ختمولوته حکومت تياردی خوبايد مظاهرچيان داړي گړي څخه ډډه وکړي.
دخيبرپښتونخوا نوم ايښودل کيدو په ضد دهزارې په بيلا بيلو سيمو او په ځانگړي ډول ايبټ اباد کې دسياسي فعالينو لخوا دقهرې ډکې مظاهرې شوي دي.
په ايبټ ابادکې دخيبر پښتونخوا نوم په ضد دترسره شوؤ قهرژنو مظاهرو څخه وروستو په پيښورکې يو مطبوعاتي کانفرنس ته په ويناکې ميا افتخار حسين وويل څوک کۀ دخيبرپښتونخواپه نوم احتجاج کوي اؤ ځانله صوبه غواړي نو مونږ کومه نوې صوبه نۀ ده ترلاسه کړې بلکې دانگريزانو د دور دنوم څخه مونجات موندلى دى.
داطلاعاتو وزير وويل په اتلسم ترميمي بل ټولوسياسي گوندونو لاسليکونه کړي دي اؤ اوس بايد دسياسي سوچ سره داختلاف باوجودمشران د صبر اؤ زغم لمنه ټينگه ونيسي.
صوبايي وزيرا دگل د ورځې په مظاهرو کې په شوې مرگ ژوبله خفگان څرگندکړو اؤ وئ ويل دشوې مرگ ژوبلې به عدالتي تحقيقات کولى شي خو بايد نور داسې وضعيت رامينځته نۀ کړل شي چې نورې وينې پکې هم وبهيږي.
هغه وويل دصوبې دنوي نوم په ضد دهزارې دخلکو احتجاج دهغوئ جمهوري حق دى خو سيمه ايز مشران بايد دجنگ جگړې لاره خپله نۀ کړي.
صوبايي وزيروويل حکومت به هزاره کې دامنيت باوري کولو دپاره ټول د وس لاندې گامونه اخلي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG