لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

ايبټ اباد : دخيبرپښتونخوادنوم په ضد مظاهرې دوام لري


د پاکستان په سرحد صوبه دخيبرپښتونخوا نوم ايښودل کيدو په ضد تيره ورځ په ايبټ اباد کې شوؤ داړي گړي څخه ډکو مظاهرو کې د7ؤ کسانو دوژنې پر ضد درنهې په ورځ دايبټ اباد په گډون په هزاره ډويژن کې ویر لمانځل کيږي.
دهزارې ډويژن مقامي خلکو ددريوؤ ورځو د ویر اعلان کړى ؤ او نن دنهې په ورځ هم مظاهره چيان په سړکونو موجود دي.
دايبټ اباد او هري پور په گډون دهزارې ډويژن په نورو سيمو کې کاروباري مرکزونه تړل شوي دي.
يوه ورځ وړاندې دپوليسو او مظاهرينو ترمينځ شوؤ نښتو کې په لسگونو کسان ژوبل شوي هم وؤ.
په هزاره ډويژن کې په سرحد صوبه دخيبرپښتونخوا نوم ايښودو په ضد داحتجاجي مظاهرو لړۍ دڅو ورځو څخه روانه وه خو دگل په ورځ په دغه مظاهرو کې ناڅاپي شدت راغلو او په خاص توگه په ايبټ اباد کې دپوليسو او پاريدلو خلکو ترمينځ نښتې وشوې.
په مختلفو سيمو کې پاريدلو مظاهرينو سرکاري ودانيو او گاډو ته اور هم لگولى او په گڼو سيمو کې يې مصروفې لارې دټائرونو په سوځولو سره تړلې وې.
داطلاعاتو دصوبائي وزير ميا افتخار حسين وينا ده دحکومت لخوا پوليسو په مظاهرينو دگوليو چلولو حکم نۀ دى شوى او دحقيقتونو معلومولو لپاره دهائيکورټ دجج په مشرۍ يو عدالتي کميشن جوړل شوى دى.
دگل په ورځ چې کله په اسلام اباد کې دسينيټ غونډه شروع شوه نو دمسلم ليگ(ن)، مسلم ليگ(ق)، جمعيت علماء اسلام او جماعت اسلامي سره تعلق لرونکو غړو دپوليسو لخوا په مظاهرينو دډزو په پيښه کې داولسي خلکو وژنه وغندله او دهزارې ډويژن دډي ائي جي پوليس دمعطل کولو غوښتنه يې وکړه او دعوامي نيشنل پارتۍ په گډون يې په نورو گوندونو ټينگار وکړو چې هغوي دصوبې دنوم دمعاملې بيا جاج واخلي چې دغه شان حالات دقابو څخه بهر ونۀ اوځي.
په هزاره کې دشوؤ مظاهرو دمشرانو دريځ دى چې دصوبه سرحد نوى نوم په ژبنيو بنيادونو ايښودل کيږي چې هغوي يې نۀ قبلوي او په دغسې صورت کې هغوي هم ديوې بيلې صوبې دجوړولو پلويان دي.
خو په صوبه سرحد کې دواکمنې عوامي نيشنل پارټۍ وينا ده چې دصوبه سرحد موجوده نوم دانگريزانو دحکومت په وخت ايښودل شوى ؤ چې بدلول يې کوم بد کار نۀ دى.
قومي اسمبلۍ اتلسم ائيني ترميم تيره اوونۍ په اکثريت سره منظور کړى ؤ او په دغه مسوده کې دصوبه سرحد نوى نوم خيبرپښتونخوا ايښودل شوى دى خو دپاکستان دبرني ايوان يا سينيټ څخه هم په دريوؤ کې ددوؤ برخو اکثريت سره دمنظورۍ نه وروستو اتلسم ترميم دائين برخه جوړيدلى شي.

XS
SM
MD
LG