لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد13  جنگيالي وژلي دي


د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پيلوټه جاسوسي الوتکې يا ډرون لخوا ترسره شوي يو بريد کې لږ ترلږه 13 تندلاري وژل او دوه ژوبل شوي دي.
دډرون لخوا دغه بريد دگل او نهې په مينځ شپه کې دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه څخه 20 کلو ميټره لرې لويديز لوري ته ددته خيل په غرييزه سيمه بويا کې دتندلارو په يو مرکز ترسره شوى دى.
سرچينې وائي دغه مرکز دطالبانو ديو مقامي کمانډر طارق خان دجنگيالو تر ولکې لاندې ؤ او په دغه بريد کې دتندلارو يو گاډى هم له مينځه وړل شوى دى.
خو په دغه بريد کې تر دې مهاله دکوم لوړپوړي طالب مشر دوژل کيدو يا ژوبل کيدو په هکله راپورونه نۀ دي ترلاسه شوي.
ديو راپور له مخې دکال 2008م داگست دمياشتې څخه تر دې مهاله دپاکستان په قبائيلي سيمو تر 95ؤ پورې ترسره شوؤ دډرون بريدونو کې دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود په گډون خواؤشا 850 کسان وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG