لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په تېراه کې د 71 تندلارو وژلو په اړه حکومتی دعوی چېلنج شوي


راپورونه وائي دخالي په ورځ دافغانستان دپولې سره دلگيدلې پاکستاني قبائيلي سيمې خيبرايجنسۍ په لرې پرته علاقه تيراه کې دپوځ لخوا په بمبارۍ کې وژل شوي 71 کسان عام سيمه ييزخلک وؤ خو دپاکستان پوځ وائي بريد په دغه ځايې کې دتندلارو دغونډيدو په اطلاع شوى ؤ.
همدغه راز دپوځ لخوا په بريد کې دملکي وگړو دوژل کيدو څخه دانکار ترڅنگ دخيبرايجنسۍ پوليټيکل ايجنټ په دغه بريد کې دوژل شوؤ کسانو دمرستې لپاره ديو کروړ روپو ورکولواعلان کړى دى.
دپاکستان دپوځ وياند ميجر جنرل اطهر عباس ديو خبري اژانس سره په خبرو کې وويل پوځ دغه بريد په عامو خلکو نۀ دى ترسره کړى بلکې ورته دفضائي بريد په ځايې کې دتندلارو دټوليدو خبرونه ترلاسه شوي وؤ.
پوځي وياند وويل لمړي راپورونه په ډاگه کوي چې په نخښه کړل شوي کسان شکمن تندلاري وؤ.
دپاکستاني پوځ وياند په دغه پيښه کې دعامو خلکو دوژنې څخه دغه انکار په داسې حال کې کړى دى چې دگل په ورځ دکوکي خيل قام يوې جرگې دخيبرايجنسۍ دپوليټيکل ايجنټ سره ليدلي او پوليټيکل ايجنټ دپيښې متاثرينو لپاره ديو کروړو روپو دمرستې اعلان کړى دى.
سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دپوليټيکل ايجنټ سره په ملاقات کوونکو قبائيلي مشرانو کې اسرارالله ، ملک فيض الله ، ملک غفار، حاجي اسماعيل او نور شامل وؤ.
دسرچينو له مخې دغې قبائيلي جرگې پي اى ته وويل په سرۀ وله کې چې دکوم سړي په کور دغه بريد ترسره شوى دى هغه ديوې غريبې کورنۍ سره تعلق لري او دا مهال يې دکورنۍ درې غړي په پوځ کې ملازمت کوي.
دغه جرگې په ډاگه کړه چې په بې گناه خلکو دپوځ بمبارۍ دحکومت او قبائيلو ترمينځ کرکې پيدا کولى شي.
هغوي وويل په کوکي خيل قام کې هيڅ ترهه گر نشته او هغوي مدام دخپلې خاورې دساتنې په لړ کې دحکومت سره مرسته کړې ده.
سرچينې وائي دليدنې په مهال پوليټيکل ايجنټ شفيرالله وزير دصوبه سرحد دگورنر اويس احمدغني او دخپلې انتظاميې له اړخه په دغه پيښه خفگان ښکاره کړو خو وې ويل بريد دترهه گرو او تندلارو دموجوديت په اطلاع شوى دى.
پي اى دا هم وويل چې کومو خلکو غلطه اطلاع ورکړې ده دهغوي په ضد به گامونه اخستل کيږي.
دپي اى وينا وه په کومه سيمه کې چې بريد ترسره شوى هلته 400 بوجۍ اوړۀ، او نور خوراکي مواد ليږل شوي دي.
پي اى دغه ډلې ته وويل کوم زخميان چې په روغتونونو کې بستر دي دهغوي سره انتظاميې ليدلي او هر يو کس ته يې دعلاج دپاره 20,20 زره روپۍ هم ورکړي دي.
پي اى په دغه مهال دمتاثره بې گناه کسانو دپاره ديو کروړ روپو داعلان ترڅنگ وويل چې داغيزمن شوؤ کسانو دمعلومولو دپاره شپږ کسيزه کميټه هم ټاکل شوې ده.
دپيښور په يو روغتون کې ددغه بريد څخه ژوندو وتلو دوؤ کسانو ويلي دي په پيښه کې زيات کسان هاغه مهال ووژل شول کله چې دلمړي بريد څخه وروستو نور خلک دمړو او ژوبلو په راويستلو بوخت وؤ او الوتکو پرې بيا بمباري وکړه.
دخالي په ورځ دتيراه په سرۀ وله سيمه کې ترسره شوي دغه هوائي بريد کې لږ ترلږه 71 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي وؤ.

XS
SM
MD
LG