لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

واشنگټن : داټومي سرټولنې گډه اعلاميه کې په نړيواله مرسته ټينگار شوى دى


د اټومي وسلو دتحفظ په اړه امريکا کې دجوړ شوي کانفرنس په پايې کې جاري کړل شوې اعلاميه کې دوسلو په کمي ، داټومي وسلو په نۀ خوريدو او داټومي توان دپرامنه استعمال په باوري کولو ټينگار شوى دى ترڅو دنړۍ دامن تقاضې پوره کړل شي.
په دغه اعلاميه کې ويل شوي ايټمي ترهه گري دبين المللي امن لپاره سخت چيلنج دى چې دمقابلې لپاره يې دموثر تحفظ اقداماتو ته اړتيا ده ترڅو غيررياستي عناصر او ورانکاري تر جوهري موادو ونۀ رسيږي.
اعلاميه کې راغلي ددوه ورځني بين المللي سرمشريزې غونډې گډون وال ددې ارادې څرگندونه کوي چې دايټمي حفاظت هدف ترلاسه کول دټولو خواؤ گډه ذمه واري ده ځکه نو ټول گډون وال ددې ارادې څرگندونه کوي چې په گډه به دايټمي وسلو دخونديتوب اودجوهري ترهه گرۍ دخطرې مقابلې گټورگامونه اخلي.
په اعلاميه کې دصدر اوباما لخوا دڅلورو کلونو دننه دخطرو سره دمخ جوهري موادو خوندي کولو دغوښتنې هرکلى شوى دى او اؤ دغونډې برخه وال وايي مونږ په دې کې دشامليدو اعلان کوؤ.
برخه والو په دغه اعلاميه کې زياته کړې ده چې مونږ به نيوکلئير سلامتۍ ته دودې ورکولو لپاره په گډه کار کوؤ.
اعلاميه کې ددې ارادې څرگندونه هم شوې ده چې دبين المللي ذمه واريو له مخې دا دهر هيواد داساسي مسوليت برخه ده چې دټولو جوهري موادو موثر امنيت باوري کړي.
اعلاميه وائي دجوهري امنيت راتلونکې سرمشريزه غونډه به په جنوبي کوريا کې په کال 2012ء کې کيږي.
په واشنگټن کې دبين المللي جوهري امنيت سرمشريزه غونډه داپريل په 11مه او 12مه نيټه وشوه چې پکې 47 هيوادونو گډون وکړو په دغو هيوادونو کې دنورو ترڅنگ پاکستاني او هندي مشران هم شامل وؤ. .
دغه اعلاميه په داسې وخت کې مخې ته راغلې ده چې دروس صدر دمتري مديديو اعلان کړى دې چې دهغه حکومت به دخپل وروستي پلوټونيم فيکټرۍ هم تړي.
ددغه فيکټرۍ دتړلو مقصد دداسې موادو دخوريدو مخه نيول دي چې دايټمي وسلو په جوړولو کې په کار راتللى شي.
په اعلاميه کې دغونډې برخه والو ملکونو ته ددولسو ذمه واريو ترسره کولو غږ شوى دى چې پکې دا وعده هم شامل ده چې هغوي به دخپلو هيوادونو دننه دايټمي موادو زړۀ پورې تحفظ ته دوام ورکوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG