لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

چين : د خونړۍ زلزلې له امله 400 کسان وژل شوي دي


د چين سرکاري ميډيا راپور ورکړى دى چې دشورو په ورځ سحر مهال دتبت خواؤشا سيمو کې د6.9 شدت راغلې زلزله کې لږ ترلږه 400 کسان وژل شوي او د10ؤ زرو څخه زيات ژوبل شوي دي.
دځائى چارواکو وينا ده په دمې دمې سره دزلزلې په دريوؤ سختو جړقونو کې په لوئې شمير کې ودانۍ ، سکولونه، دفترونه او داوسيدو کورونه ړنگ شوي دي او ددغو ودانيو لاندې دگيرو شوؤ خلکو دراويستلو لپاره کوششونه شروع شوي دي.
همدغه شان دصوبائي پايتخت نه دامدادي هلو ځلو لپاره پوځيان هم اغيزمنو شوؤ ځائيونو ته روان شوي دي.
ددغه زلزلې مرکز دقامدو نه 245 کلو ميټره لرې شمال کې ښول شوى دى چې پوله يې دچين دسچوان صوبې سره پيوست ده او دغلته په کال 2008م کې دراغلې 7.9 شدت زلزله کې خواؤشا 90 زره کسان وژل شوي وؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG