لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

منموهن سنګهـ: دپاکستان لخوا دکوټلو گامونو پرته خبرې نه شو کولی


د هند وزيراعظم منموهن سنګهـ يو ځل بيا ويلي دي چې ترڅو پاکستان دممبۍ بريدونو کې ککړو کسانو ته دسزا ورکولو لپاره کوټلي ګامونه نۀ وي اخستي تر هغې دامن مذاکراتو لړۍ نۀ شي بحاليدلى.
دنهې په ورځ په واشنګټن کې دجوهري موادو په تحفظ دعالمي مشرانو ددوه ورځنۍ غونډې څخه وروستو خبريالانو سره خبرو کې هندي وزيراعظم وويل دکانفرنس په وخت يې دخپل پاکستاني سيال يوسف رضا ګيلاني سره ددوؤ لنډو ملاقاتونو په وخت په کومه سنجيده موضوع خبرې نۀ دي کړي.
منموهن سنګهـ وويل پاکستاني وزيراعظم ته يې په اساسي قانون کې د اتلسم بدلون په منظورۍ مبارکي ورکړه چې ددغه بدلون سره هغه دپاکستان په سياسي نظام کې يو طاقتور شخصيت جوړ شوى دى، خو ددې څخه علاوه په کومه بله موضوع خبرې نۀ دي شوي.
هغه وويل دهند هيله دا ده چې پاکستان دکال 2008م دنومبر په مياشت کې دهند دممبۍ دترهه ګريزو پيښو پلان جوړونکو نيولو لپاره موثره ګامونه واخلي او کۀ چرې پاکستان دغسې وکړي نو مونږ به هم په خوشحالۍ سره په ټولو چارو يو ځل بيا خبرې شروع کړو.
هندي چارواکي تور لګوي چې دممبۍ دبريدونو منصوبه بندي دپاکستان دننه غيرقانوني تنظيم لښکر طيبه کړې وه او هغوي ددغه تنظيم دمشر حافظ سعيد دنيولو غوښتنه هم کوي.
دګل په ورځ په واشنګټن کې خبريالانو سره دخبرو په وخت وزيراعظم ګيلاني هندي تورونه رد کړل او وې ويل پاکستان لښکر طيبه غيرقانوني ګرځولى، پنګې يې ورته کنګل کړي او بنديزونه يې پرې لګولي دي.
دپاکستان وزيراعظم وويل هند ته دخپلو تورونو ثابتولو لپاره دنورو شهادتونو ضرورت دى.
خو هندي وزيراعظم خبريالانو سره په خبرو کې دخپل پاکستاني سيال ددغه بيان په ځواب کې وويل دلښکر طيبه لوړپوړي غړي په پاکستان کې په ازادۍ سره ګرځي راگرځي او دامريکا استخباراتي شبکې دوړاندې څخه په ډاګه کړې ده چې دغه تنظيم دالقاعده سره اړيکې لري.
هغه وويل زۀ نۀ ګڼم چې ماته به وزيراعظم ګيلاني ته په دغه هکله دڅه رقم اضافي شهادتونو ورکولو ضرورت وي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG