لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

هزاره کې دخيبرپښتونخواپه نوم داړي گړي بهير دوامدار دى


د پاکستان دصوبه سرحدپه هزاره سيمه کې دبيلې صوبې دپاره دپيل شوي تحريک دمشر بابا حيدر زمان لخواداحتجاج ختمولو دغږ باوجود هم دخيبرپښتونخوا دنوم په ضد په مظاهرو کې چټکتيا راغلې ده ، په سرکاري او شخصي ودانيو بريدونه دوام لري اوشوروپه ورځ هم دريشم دلوئې لارې په ګډون ګڼ شمير سړکونه تړل شوي وؤ.
دپاکستان په سرحد صوبه دخيبرپښتونخوا نوم ايښودو په ضد دروانې مياشتې په 12مه نيټه په ايبټ اباد کې داحتجاج په مهال دپوليسو او مظاهره چيانو ترمينځ نښته شوې وه چې پکې 9 کسان وژل شوي او د100ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.
نن دايبټ اباد سربند څلور لارې ، فواره چوک، منډيا، سپلائي او مير پور کې مظاهرې شوي دي اؤ په ميزائيل چوک کې شوؤ مظاهرو کې ښځو هم برخه په ګڼ شمير کې برخه اخستې ده.
دريشم په نوم لويه لاره تيره شپه دتګ راتګ لپاره پرانستل شوې وه خو دشورو په ورځ سحر مظاهرينو يو ځل بيا په گاډو کاڼي وورول او ځايې په ځايې دخنډانو په اودرولو سره يې دغه لاره يو ځل بيا وتړله چې له امله يې ګڼ شمير ګاډي په سړک ولاړ پاتې شوي دي.
همدغه راز دتعليم بورډ ايبټ اباد ددفتر سره نزدې پاريدلو مظاهرينو روډ بلاک کړو او په ګاډو يې کاڼي وورول.
په مانسهره کې هم ګڼ شمير مظاهرين راوتلي او دقراقرم لويه لاره يې تړلې وه چې له امله يې په زرګونو ګاډي ولاړ پاتې شوي .
همدغه راز دمانسهرې وکيلانو په سرحد دخيبرپښتونخوا نوم ايښودو په ضد دعدالتونو مکمل بائيکاټ کړى دى.
په هري پور کې نن وکيلانو او اولسي وګړو جي ټي روډ او په حويليا، بالاکوټ او نورو سيمو کې خلکو سړکونه تړلي وؤ او داحتجاج لړۍ روانه وه.
په هزاره ډويژن کې دسخت اړي ګړي له امله اضافي پوليس پځايې کړل شوي دايبټ اباد، مانسهرې او هري پور په ګډون په نورو ښارونو کې دبکتربند ګاډو ګزمې روانې دي.
په هزاره کې دپرله پسې 14ؤ ورځو راهسې ټول واړۀ او لوئې کاروباري مرکزونه او تعليمي ادارې تړل شوي دي، دژوند چارې په ټپه ولاړې دي او دخوراکي موادو او دوايانو سخت کموت رامينځته شوى دى.
همدغه راز داسې خبرونه هم رارسيدلي دي چې دپوليسو په ډزو ژوبل شوى يو بل تن هم مړ شوى چې ددې سره دوژل شوؤ کسانو شميره 10ؤ ته رسيدلې ده.
بل لوري ته دپاکستان دسرحد صوبې حکومت دايبټ اباد دپيښو پلټنو لپاره عدالتي کميشن جوړ کړى دى او دغه کميشن به د15ؤ ورځو دننه خپل راپور وړاندې کوي.
ددغه عدالتي کميشن مشر به دپيښورهائيکورټ جج عبدالعزيز وي.
په هري پور کې يو مطبوعاتي کانفرنس ته دوينا په مهال دمسلم ليګ(ن) مشر ميا نواز شريف وئيلي دي دايبټ اباد په پيښو کې دککړو کسانو په ضد بايد سخت ګامونه واخستل شي.
هغه وويل کۀ چرې د18م ترميم په منظورۍ کې مونږ قرباني نۀ وه ورکړې نو دا ممکن نۀ ؤ.
نواز شريف وويل 17م ترميم چې په ائين کې څه رنګه شامل کړل شوى بايد هم دغه شان ترې لرې کړل شي او کۀ چرې دغسې شوى وى نو په هيواد کې به زمونږ دجوړجاړي سياست پرمختګ کړى وى.
هغه وويل په سرحد دخيبرپښتونخوا دنوم کيښودو په ضد اړى ګړى ټولو وليدو او مونږ په پينځه ويشتم مارچ دحالاتو اندازه کړې وه او خپل دريځ مو وړاندې کړى ؤ .
دنوازشريف وينا ده هغه وئيلي وؤچې تر څو دسرحد صوبې په نوم او عدالتي کميشن درائې اتفاق نۀ وي شوى تر هغې دې ائيني پيکج پارليمنټ ته وړاندې نۀ کړل شي خو په دغه خبره دټول هيواد څخه په هغۀ نيوکې وشوې او ووئيل شول چې هغه ته دکوم ځايې څخه تيليفون شوى او وروستو شوى دى.
هغه وويل دهزارې اولس دوطن سره مينه لري.
هغه وويل اوس مهال په هزاره کې داړي ګړي کمول دټولو شريکه ذمه واري ده او په ايبټ اباد کې دشوؤ پيښو نوټس اخستل پکار دي.
بايد وويل شي دصوبه سرحد واکمن گوند عوامي نيشنل پارټي دريځ لري چې دهغوئ حکومت دخيبرپښتونخواپه نوم دهزارې دخلکوانديښنو ختمولو ته تيار دي خو دهزارې اوسيدونکي وايي چې هغوئ ته دسرحدنوم ځکه دمنلو وړ نۀ دى چې دغه نوم په ژبني اساس ايښودل شوى دى.
په عين حال کې په عوامي نيشنل گوند پسې مربوط دصوبه سرحد دلوړو زده کړو وزير قاضي اسد چې تعلق يې دهزارې سيمې سره دى په سرحد اسمبلۍ کې دهزارې دخلکودپاره دبيلې صوبې دجوړولو غږ کړى دى .
سرچينې وايي دقاضي اسد په دغه گام دعوامي نيشنل پارټۍ مشران سخت خواه بدي شوي دي اؤ دپارټۍ دلوري دلوري ښاغلي اسدته دشوکاز نوټس ورکولو پريکړه شوې ده خو قاضي اسد ډيوه راډيو ته وويل هغه نۀ گڼي چې گنې دهزارې دخلکو دپاره دبيلې صوبې په غوښتنه يې د پارټۍ دتگلارې څخه سرغړونه کړې ده.
نوموړي وويل اى اين پي کله هم په هيواد کې دنورو صوبو دجوړيدلو په لړکې دمخالفت غږ نۀ دى پورته کړى .
خو دصوبه سرحدمشروزير بشيراحمدبلور دشورو په ورځ ديو شخصي پاکستاني ټي وي چينل سره په خبرو کې وويل چې هغوئ ته کله هم دبيلې صوبې غوښتنه دمنلو وړنۀ ده

XS
SM
MD
LG