لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد: سينيت هم د18م ائيني ترميم منظوري ورکړې ده


د زيارت په ورځ دسينيټ په غونډه کې داتلسم ائيني ترميم دشق وارې منظورۍ څخه وروسته دغوڅو رائيو دشميرنو دنتيجو داعلان کولو په مهال دسينيټ چئيرمين فاروق ايچ نائيک وويل ددغه ترميم په حق کې 90 ووټونه اچول شوي او دايوان يو غړي هم يې هم مخالفت نۀ دى کړى.
دسينيټ چئيرمين وويل دسينيټ په دريوؤ کې ددوؤ برخو څخه زياتو کسانو ددغه بل په حق کې ووټونه ورکړي دي ځکه نو په متفقه توگه منظور کړل شوى دى.
له دې وړاندې قومي اسمبلۍ هم داتلسم ائيني ترميم منظوري ورکړې وه.
دپارليمنټ ددواړو ايوانونو نه په متفقه توگه دمنظورۍ وروستو به اوس دغه بل دصدر اصف علي زرداري دلاسليک لپاره ليږلى شي چې له دې وروستو به اتلسم ترميم دپاکستان دائين برخه جوړه شي.
ددغه ترميم نه وروستو به دپاکستان دپوځي حکمرانانو دحکومت په وخت ايوان صدر ته منتقل شوي ټول مهم اختيارات پارليمان او وزيراعظم ته ترلاسه شي او دصدر څوکۍ به يواځې دمملکت ديو علامتي مشر پاتې کيږي.
ددې نه علاوه به دائين معطل کولو سزا به هم دغدارۍ په زمره کې راځي او يو جج به هم ددغه غيرقانوني گام توثيق نۀ شي کولى.
داتلسم ائينر ترميم مطابق دججانو دتقررۍ لپاره به يو عدالتي کميشن جوړولى شي چې مشر به يې دسپريم کوت چيف جسټس وي او سفارشونه به په دريوؤ کې ددوؤ برخو اکثريت سره دمنظورولو واک يو پارليماني کميشن ته ترلاسه وي.
داتلسم ترميم پارليمنټ نه دمنظوريدو وروستو اوس دپاکستان دسرحد صوبې نوم خيبرپښتونخوا ايښودل شوى دى خو ددغه شق په ضد په دې وروستيو ورځو کې په هزاره ډويژن کې داړي گړي نه ډکې مظاهرې وشوې او په سيمه کې دبيلې صوبې دجوړولو غوښتنې هم زور نيولى دى.
ددغه غوښتنې په غبرگون دصوبائي او مرکزي حکومتونو وينا ده کۀ چرې پارليمان يې منظوري ورکوي نو هغوي پرې هيڅ اعتراض نۀ لري خو ددغه مقصد دترلاسه کولو لپاره بايد داړي گړي دلارې اختيارولو څخه ډډه وکړل شي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG