لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

داورکزو عملياتو کې اته جنگيالي وژل شوي دي


د پاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتندلارو په ضد عملياتو کې لږ ترلږه اته جنگيالي وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دکوزې اورکزۍ په گوين، شيرين دره او خواؤشا سيمو کې دتندلارو دشکمنو ځالو په لوري دامنيتي ځواکونو پرمختگ دوام لري او دگن شپ هيلي کاپټرو څخه پرله پسې دتندلارو ځالې په نخښه کولى شي.
نن دزيارت په ورځ امنيتي ځواکونو دتندلارو په ضد په گوين او شيرين دره کې دتندلارو په ضد تازه عمليات ترسره کړي چې پکې د8ؤ تندلارو دوژل کيدو او دهغوي ددوؤ ځالو دتباه کيدو خبرونه ترلاسه شوي دي.
بايد وويل شي په اورکزو ايجنسۍ کې دامنيتي ځواکونو لخوا دتيرو دريوؤ اوونيو څخه عمليات روان دي چې پکې تر دې مهاله د350ؤ تندلارو دوژل کيدو ادعا شوې ده او امنيتي ځواکونو دهغوي په گڼو ځالو کنټرول هم ترلاسه کړى دى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG