لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چين : زلزله کې دوژل شوؤ کسانو شميره 617 ته رسيدلې ده


د چين په لويديزه برخه کې يوه ورځ مخکې راغلې د6.9 شدت زلزله کې دوژل شوؤ کسانو شميره 617 ته رسيدلې ده او چارواکي وائي د10ؤ زرو څخه کسان ژوبل او تر300ؤ پورې نور تراوسه ورک دي.
دچين دتبت سره پيوست په کنغائي صوبه کې دراغلې دغه زلزله له امله لوئې ودانۍ په ځمکه راپريوتي، سړکونه تباه او دمواصلاتو نظام خراب شوى دى.
دامدادي غړو وينا ده په زرگونو کسان اوس هم دبيړنيو مرستو په طمع دي ځکه چې ځپل شوې سيمې ته دامدادي ډلو په رسيدو کې ستونزې رامخې ته کيږي او دعصري سازوسامان دنشتوالي له امله دغلته امدادي غړي دتباه شوؤ ودانيو دلاندې گير شوي خلک دلاسونو په ذريعه دراويستلو هڅې کوي.
ددغه زلزلې مرکز دتبت يوشو کاؤنټي سره نزدې ؤ چې دکنغائي صوبې په جنوبي برخه کې دى.
دچيني چارواکو وينا ده 5 زره پوځيان، طبي غړي او نور رضا کار زلزله ځپلو سيمو ته ليږدول شوي دي.
دچين حکومت په سمدستي توگه دزلزله ځپلو کسانو لپاره ددريوؤ کروړو ډالرو دامداد مختص کولو اعلان کړى دى.
همدغه راز صوبائي حکومت وائي د5 زرو خيمو او 10ؤ زرو گرمو کوټونو او کمبلو په سملاسي توگه دځپل شوؤ لپاره دليږلو انتظام کولى شي.
په کنغائي کې ځائى چارواکو چيني ميډيا ته وويل په جيغو کلي کې 85 فيصده کورونه ړنگ شوي او په پاتې نورو کې درزونه جوړ شوي دي.
په زلزله کې دسکول ودانۍ هم تباه شوي او دملبې لاندې 56 زده کوونکي هم وژل شوي دي.

XS
SM
MD
LG