لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي


شمالي وزيرستان : دډرون بريدونو کې شپږ کسان وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دشکمنو بې پائيلټه الوتکو له لوري دجمعې په ورځ دوه بريدونه ترسره شوي دي.
لومړي راپورونه وائي دغه بريدونه دشمالي وزيرستان دمرکز ميرانشاه په يوه کليواله سيمه تول خيل کې دتندلارو په يوه ځاله ترسره شوي چې پکې 6 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په بريدونو کې دمرگ ژوبلې دقيقه شميره ځکه نۀ شي په ډاگه کيدلى چې ددغو بريدونو څخه وروسته هم بې پائيلټه امريکايي جاسوسي الوتکې په سيمه الوتنې کوي او څوک دپيښې ځايې ته نۀ شي ورتللى.
سرچينو وويل په پيښه کې 6 کسان وژل شوي خو دمړو شميره ددې څخه زياته هم کيدلى شي.
تر دې دمه نۀ ده معلومه شوې چې په وژل شوؤ کې دطالبانو او القاعده کوم مهم مشران يا کمانډران په نخښه کړل شوي که نه؟
ويل کيږي دغه بريدونه په هاغه ودانۍ شوى چې تندلارو به دخپلو غونډو لپاره کاروله.
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې دالقاعده او طالبانو په ضد دډرون بريدونو په لړۍ کې زياته چټکتيا رامينځته شوې او په دغو بريدونو کې دطالبانو او القاعده دمهمو کمانډرانو ترڅنگ گڼ شمير جنگيالي وژل شوي دي.
له دې وړاندې به په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې هم دډرون بريدونو راپورونه وخت په وخت ترلاسه کيدل خو دتير کال داکتوبر دمياشتې څخه چې کله په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دطالبانو په ضد په پراخه پيمانه پوځي عمليات پيل کړل نو په دغه قبائيلي سيمه کې دډرون بريدونو يو څه تم شوې ده.
څيړونکي وائي په جنوبي وزيرستان دډرون بريدونو دکموالي علت ددې تاثر مخه نيول دي چې گنې امريکائي او پاکستاني ځواکونه په گډه توگه دغلته دتندلارو په ضد عمليات نۀ کوي.
امريکائي چارواکي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دپټو شوؤ ترهه گرو په ضد ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.
په دغو بريدونو کې تير کال دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل کيدو ترڅنگ دهغه څخه وروستو دطالبانو دټاکل شوي مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو راپورونه هم خپارۀ شوي دي خو طالبان دحکيم الله محسود دوژنې راپورونه ردوي او وائي هغه ژوندى دى.
طالبانو تر دې مهاله دخپل مشر حکيم الله محسود دژوند په هکله ميډيا ته کوم کوټلى ثبوت نۀ دى ورکړى.

XS
SM
MD
LG