لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوئټه : چاؤدنه کې لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان د بلوچستان ايالت په کوئټه کې دروغتون دننه ترسره شوې چاؤدنه کې دپوليسو د دوو ډي ايس پي په گډون لږ ترلږه 12 کسان وژل شوي دي .
په دغه پيښه کې ديو شخصي ټي وي چينل کيمره مين هم وژل شوى دى.
په ژوبلو کې دواکمن پيپلزگوند دقامي اسمبلۍ غړى اغا ناصر شاه هم شامل دى.
دغه پيښه وروسته له هغې رامينځته شوه کله چې دجمعې په ورځ دکوئټې په مرکزي سيمه منان چوک کې ديو شخصي بينک افسر سيد ارشد زيدي دوسله والو لخوا په ناتاره ډزو کې ووژل شو.
ارشدزيدي دبلوچستان دشيعه کانفرنس دصدر اغا اشرف زيدي زوې دى.
سرچينې وائي کله چې دارشدزيدي مړى سول هسپتال ته ورسول شو نو دهغه خپلوان ملگري پوليس او خبريالان په گڼ شمير روغتون ته ورسيدل.
دسرچينو له مخې په دغه مهال دروغتون دبيړنيو مرستو دڅانگې مخې ته يوه زورداره چاؤدنه وشوه چې پکې ددوؤ پوليس عسکرو په گډون دشخصي ټي وي چينل دوه خبريالان او يو کيمره مين ملک عارف سخت ژوبل شول.
وروسته دظاهر شاه کاظمي په نوم دپوليسو ډي ايس پي او کيمره مين ملک عارف دزخمونو توان رانۀ وړو او مړۀ شول.
دسرچينې وائي ددغه چاؤدنې څخه وروسته دډزو اوازونه هم واوريدل شول.
دکوئټې پلټنو دپوليسو مشر قاضي عبدالواحد خبريالانو ته ويلي دي دترهه گرۍ دغه پيښه په فرقه ييزو بنيادو ولاړه ‌ښکاري.
هغه وويل دپيښې دځائې څخه ديو تن سر او پښې موندل شوي او کيدى شي دا يو ځانمرگي بريد وي.
دپوليسو مشر وويل په چاؤدنه کې دوه پوليس عسکر وژل شوي او 6 نور ژوبل شوي دي.
ددغه پيښې څخه وروستو دمليشې ځواکونه سيمې ته ورسيدل او ټوله علاقه يې محاصره کړې ده.
دکوئټې په يو شمير علاقو کې ټول واړۀ او لوئې کاروباري مرکزونه تړل شوي او په سړکونو دگاډو رش هم دنور کله څخه کم ليدل کيږي.

XS
SM
MD
LG