لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

افغانستان : چاؤدنو او  بريدونو کې 10 کسان وژل شوي دي


افغانستان : چاؤدنو او  بريدونو کې 10 کسان وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې داړي گړي په پيښو او بمي چاؤدنو کې دجرمني دڅلورو پوځيانو او دريوؤ غيرملکي وگړو په گډون 10 کسان وژل شوي دي.
يو بهرني خبري اژانس دقندهار دولايتي شورا درئيس او دافغانستان دصدر حامد کرزي دورور احمد ولي کرزي له خلې وئيلي دي په قندهار کې يو ځانمرگي خپل دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى دغيرملکي کمپنۍ دکارمندانو داستوگنې دودانۍ سره ټکر کړو چې له امله يې ددغه کمپنۍ درې غيرملکي او درې افغاني پوځيان ووژل شول.
هغه وويل په دغه چاؤدنه کې گڼ شمير کسان ژوبل شوي هم دي.
له دې وړاندې په قندهار کې ديو هوټل دننه په ځانمرگي بريد کې اته کسان ژوبل شوي وؤ.
بل لوري ته په بغلان ولايت کې دجرمني دپوځيانو په يو کاروان ترسره شوي بريد کې لږ ترلږه څلور جرمن پوځيان وژل شوي دي.
بايد وويل شي دپاکستان سره په گډه پوله پروت دافغانستان په قندهار ولايت کې دتيرو څو مياشتو راپديخوا دامنيت وضعه زياته خرابه شوې او دغلته وخت ناوخته په افغاني او ائتلافي عسکرو دځانمرگي بريدونو ترڅنگ طالب ياغيان په حکومتي ودانيو هم بريدونه کوي.
څو ورځې دمخه هم په قندهار کې دملي امنيت په مرکز دځانمرگي بريد ديوې هڅې په مهال درې تندلاري وژل شوي وؤ.
په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونو وئيلي دي هغوي به په روان هوړي کې قندهار ولايت کې دتندلارو او ترهه گرو په ضد په پراخ کچ عمليات پيل کوي.

XS
SM
MD
LG