لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

کوهاټ :په دوؤ چاؤدنو کې 38 کسان وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان دصوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې داورکزو ايجنسۍ څخه دجگړو دلاسه دبې کوره شوؤ کډوالو دنوم ليکنې په مرکز کې ددوؤ چاؤدنو له امله لږ ترلږه 38 کسان وژل شوي او د50ؤ څخه زيات ژوبل شوي دي.
دپوليس سرچينې وائي دغه دواړه چاؤدنې دځانمرگي بريدونو په نتيجه کې شوي دي خو دکوهاټ کمشنر خالد اورکزي خبريالانو ته ويلي دي لمړۍ چاؤدنه ځانمرگي بريد ؤ او ددوهمې چاؤدنې په پابله پلټنې روانې دي.
دسرچينو له مخې دخالي په ورځ دکوهاټ څخه 20 ميله لرې په کچه پخه کيمپ کې داورکزۍ ايجنسۍ څخه دبې کوره شوؤ خلکو دنوم ليکنې لړۍ روانه وه چې په دغه مهال يوه درنه چاؤدنه وشوه او گڼ شمير کسان پکې مړۀ او ژوبل شول، کله چې دمړو او ژوبلو پورته کولو لپاره امدادي هلې ځلې پيل شوې نو په دغه مهال يوه بله چاؤدنه هم وشوه.
سرچينې وائي په دوهمه چاؤدنه کې په زياته کچه مرگ ژوبله اوښتې ده.
ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دکوهاټ روغتون ته رسول شوي او په دغه روغتون کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى دى.
دکوهاټ کمشنر خالد اورکزۍ په دغه پيښه کې د38 کسانو دوژل کيدو تصديق کړى دى خو پوليس وائي په پيښه کې 22 کسان وژل شوي دي.
په ژوبلو کې هم دزياترو حالت مرگونى ښودل کيږې چې له دې امله دمړو په شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
دصوبه وزيراعلي امير حيدر خان هوتي او گورنر اويس احمدغني دکډوالو دنوم ليکنې په مرکز کې دترسره شوؤ دغو چاؤدنو په سختو ټکو کې غندنه کړې ده او وئيلي يې دي دبې گناه انسانانو وژونکي به دقانون دمنگولو څخه بچ پاتې نۀ شي.
دخواخوږۍ پخپلو بيلا بيلو پيغامونو کې گورنر او وزيراعلي وئيلي دي په امدادي کيمپ کې ښځې او ماشومان په نخښه کول دا حقيقت په ډاگه کوي چې ترهه گر ددين او انسانيت سره هيڅ علاقه نۀ لري.
په پيغامونو کې وئيل شوي دي چې حکومت او امنيتي ځواکونه به دورانکارو په ضد مبارزې ته دوام ورکوي او ددغسې بزدلانه عملونو له امله به کله هم حکومت دخپلو ارادو څخه په شا نۀ شي.
بايد وويل شي دتيرې يوې مياشتې راهسې دپاکستان په قبائيلي سيمه اورکزو ايجنسۍ کې امنيتي ځواکونو په نااعلانه ډول دتندلارو او ترهه گرو په ضد عمليات پيل کړي چې ددغو عملياتو له امله دسيمې څخه ددوه نيمو لکو څخه زياتو خلکو کوهاټ او نورو بيلا بيلو خوندي سيمو ته کډې کړي دي

XS
SM
MD
LG