لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په دوهمه ورځ هم کوهاټ کې ځانمرگي بريد7 کسان وژلي


په دوهمه ورځ هم کوهاټ کې ځانمرگي بريد7 کسان وژلي
<!-- IMAGE -->

دپاکستان دصوبه سرحد په کوهاټ سيمه کې پرله پسې په دوهمه ورځ دصدر تاڼې مخې ته دځانمرگي بريد له امله 7 کسان وژل شوي او 26 ژوبل دي.
له دې يوه ورځ وړاندې دکوهاټ په کچه پخه سيمه کې داورکزو ايجنسۍ څخه دجگړو دلاسه دبې کوره شوؤ کډوالو په مرکز کې ددوؤ چاؤدنو له امله 41 کسان وژل شوي او د50ؤ څخه زيات ژوبل شوي وؤ.
داتوار په ورځ سحر په کوهاټ کې دصدر تاڼې ترڅنگ يو ځانمرگي دچاؤديدونکو موادو څخه ډک گاډى ديو ټريکټر سره ټکر کړو چې له امله يې دپوليسو تاڼې ، نزدې سکول او نورو ودانيو ته سخت زيان ورسيدو.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په دغه چاؤدنه کې ديو ماشوم په گډون 7 کسان وژل شوي او د5ؤ پوليس عسکرو په گډون 26 کسان ژوبل شوي دي.
ژوبل کسان دعلاج دپاره دکوهاټ ضلعي روغتون ته رسول شوي چې دغلته هم دگڼو حالت مرگونى ښودل کيږي.
دبمونو دشنډونکو پوليسو له مخې په دغه چاؤدنه کې لږ ترلږه 250 کلو گرامه چاؤديدونکي مواد کارول شوي دي.
دکوهاټ دپوليسو مشر يا ډي ائي جي عبدالله خان خبريالانو ته وئيلي دي دغه چاؤدنې په قبائيلي سيمو کې دترهه گرو په ضد دروانو عملياتو غبرگون کيدى شي.
هغه وويل دشواهدو څخه په ډاگه شوې ده چې په دې چاؤدنو کې قبائيلي وگړي شامل دي.
دپوليسو مشر وويل دپرونۍ او نننۍ ورځو دچاؤدنو څخه راپديخوا په سيمه کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي او پوليسو ته دنورو امنيتي ځواکونو مرسته هم ترلاسه ده.
دکوهاټ دپوليسو ضلعي مشر دلاور خان وائي نننۍ چاؤدنه کې ځانمرگي تن دبارودو څخه ډک گاډى دتاڼې دودانۍ سره ټکر کړى دى.
هغه وويل دپيښې په بابله پلټنې روانې دي او په سمدستي ډول نۀ شي وئيل کيدى چې په دغه پيښه کې څوک لاس لري.

XS
SM
MD
LG