لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

دبې نظير بوټو دوژنې کيس کې دپرويز مشرف په ضد دکارروايۍ پريکړه


<!-- IMAGE -->

دپاکستان واکمن پيپلز گوند دپخوانۍ وزيراعظمې بې نظير بوټو دوژنې په کيس کې دملگرو ملتونو دراپور په اساس دپخواني پوځي جمهوررئيس جنرال پرويز مشرف په گډون دټولو ذمه وارو کسانو په ضد دکارروايۍ پريکړه کړې ده.
راپورونه وائي په دغه لړ کې تيره شپه دجمهوررئيس اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ دپيپلز گوند دکور کميټۍ يوه غونډه وشوه چې پکې دملگرو ملتونو لخوا دبې نظير بوټو دوژنې په اړه دشوؤ پلټنو جاج واخستل شو.
سرچينې وائي غونډه کې ووئيل شول چې دپرويز مشرف حکومت دبې نظير بوټو دامنيت دپاره زړۀ پورې گامونه نۀ وؤ اخستي او دبې نظير بوټو دوژنې دجرم پټولو دپاره په تندۍ سره ټول ثبوتونه ضائع کړل شوي وؤ.
سرچينې وائي په دغه مهال جمهوررئيس وزيراعظم گيلاني ته وړانديز وکړو چې بايد حکومت دملگرو ملتونو په رپورټ کې په گوته کړل شوؤ سرکاري مامورينو په ضد گامونه واخلي.
دراپورونو له مخې په دغه غونډه کې دهاغو سرکاري افسرانو دنومونو په اي سي ايل کې دشاملولو پريکړه وکړل شوه چې نومونه يې دملگرو ملتونو په راپور کې شامل دي.
همدغه راز په غونډه کې ووئيل شول چې دبې نظير بوټو دوژنې په کيس کې چې کومه ذمه دار خلک دهيواد څخه بهر دي دهغوي هيواد ته دبيرته راوستلو دپاره به حکومت امر کوي.
دغونډې په پايې کې دجمهوررئيس وياند فرحت الله بابر خبريالانو ته وئيلي دبې نظير بوټو په وژنه کې دپوليسو غفلت او مجرمانه نااهلي په ډاگه شوې ده او دپيپلز گوند دا انديښنه هم سمه وښتله چې دبې نظير بوټو وژنه يو سازش ؤ او مخالفينو غوښتل هغه دمخې څخه لرې کړي.
دجمهوررئيس وياند وويل دبې نظير بوټو دوژنې مسؤل کسان به محکمې ته راکش کولى شي.
دنوموړي وينا وه پخواني حکومت ميرمن بوټو ته ددوؤ پخوانيو وزيراعظمانو شوکت عزيز او شجاعت حسين هومره امنيت هم نۀ ؤ ورکړى.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG