لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

بغلان : عملياتو کې 29 طالبان وژل شوي دي


بغلان : عملياتو کې 29 طالبان وژل شوي دي
بغلان : عملياتو کې 29 طالبان وژل شوي دي
<!-- IMAGE -->

دافغانستان دکورنيو چارو دوزرات وياند زمرى بشري وائي په بغلان ولايت کې دتندلارو په ضد روانو دتيرو څلورو ورځو په عملياتو کې تر دې مهاله ددوؤ طالب کمانډرانو په گډون 29 طالبان وژل شوي دي.
بل لوري ته ناټو وائي په جنوبي افغانستان کې يې دسړک دغاړې ديوې بمي چاؤدنې ل امله يو عسکر وژل شوى دى چې ددغه عسکر دوژل کيدو سره په روانه مياشت دافغانستان دننه دوژل شوؤ بهرنيو عسکرو شميره 24ؤ ته رسيدلې ده.
دکورنيو چارو وزارت وائي په جنوبي ولايت قندهار کې دمائن پاکۍ په مهال يو افغان پوليس هم وژل شوى دى.
افغاني او نړيوالو ځواکونو تيره اوونۍ په شمالي ولايت بغلان کې دطالب جنگيالو دله مينځه وړلو په غرض عمليات پيل کړل.
دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري نن داتوار په ورځ خبريالانو ته وئيلي دي دناټو دالوتکو څخه دتندلارو په شکمنو ځالو بمباري شوې چې پکې 29 طالبان وژل شوي او 52 نور ژوبل شوي دي.
هغه وويل په دغو وژل شوؤ کې دوه مهم طالب کمانډران هم شامل دي.
بشري وويل داتوار په ورځ هم عملياتو دوام لرلو او زياته يې کړه په جگړه کې 3 افغاني او 4 دجرمني عسکر وژل شوي دي.
په دغو عملياتو کې اولسي خلکو ته دمرگ ژوبلې داوښتو په هکله بشري وويل په دغه اړه معلومات نۀ لري.
هغه وويل په بغلان کې دروانو دغو عملياتو مقصد په سيمه کې امن او قلارى راويستل دي او تر دې مهاله په دغو عملياتو کې ښې لاسته راوړنې شوي دي.
بشري دا هم وويل چې چارواکي دزيارت په ورځ په بغلان ولايت کې دتښتول شوؤ ملگرو ملتونو د5ؤ افغاني مامورينو دراخلاصولو لپاره هڅې کوي.
ملگري ملتونه وائي دخپلو مامورينو دراخوشې کولو په اړه هغوي دافغانستان دکورنيو چارو دوزارت سره په گډه کار کوي.
بشري وويل په افغانستان کې داړي گړي په بيلا بيلو پيښو کې د100ؤ څخه زيات کسان وژل شوي چې پکې گڼ شمير اولسي خلک دي.
دکورنيو چارو دوزارت وياند زمري بشري وويل دروانې مياشتې د11مې څخه تر 18مې نيټې پورې دسړک دغاړي بمي چاؤدنو، نښتو او نورې داړي گړي 144 پيښې رامينځته شوي دي.
بشري خبريالانو ته وويل په دغو پيښو کې ټول 117 کسان وژل شوي چې پکې 36 اولسي وگړي،20 پوليس او د60ؤ څخه زيات طالبان شامل دي.
هغه وويل نور 100 اولسي وگړي، 39 پوليس او د10ؤ څخه زيات طالبان په بريدونو کې ژوبل شوي دي.
هغه وويل زياتره طالبان دافغاني او نړيوالو ځواکونو لخوا په بغلان کې دعملياتو په مهال وژل شوي دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG