لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور : ځانمرگی برید کې د وژل شوو شمېره 24 ته رسیدلې ده


پېښور : ځانمرگی برید کې د وژل شوو شمېره 24 ته رسیدلې ده
پېښور : ځانمرگی برید کې د وژل شوو شمېره 24 ته رسیدلې ده
<!-- IMAGE -->

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت دسرښار پيښور په قصه خوانۍ بازار کې شوي د پرونې يو ځانمرگي بريد کې د وژل شوو شمېره 24 ته رسېدلې ده.
په پیښور کې د بمي چاؤدنې څو ساعته وړاندې، د اسلام آباد په یوه دستوره کې د پاکستان صدر اصف علي زرداري د پارلیمان لخوا منظور کړی شوي د اتلسم آئیني ترامیمو مسوده لاس لیک کړه چې ترمخه يي د خیبر پښتونخوا نوم په آئین یا اساسي قانون کې شامل کړی شو او د صوبې نوی نوم په رسمي توگه کیښودلی شو.
د خیبر پښتونخوا نوم د پلویانو د پاره د خوشحالۍ ورځ په وینو او غم کې هاغه وخت وولړلی شوه چې د پیښور په قصه خوانۍ بازار کې ځانمرگي برید ووشو.
په وژل شوؤ کې دجماعت اسلامي دپيښور يو مشر حاجي دوست محمد هم شامل دى.
دصوبه سرحد مشر وزير بشير بلور ډيوه ريډيو سره په خبرو کې د23ؤ کسانو دوژل کيدو او 27ؤ دژوبل کيدو تصديق کړى دى.
داطلاعاتو صوبائي وزير ميا افتخار حسين خبريالانو ته ويلي دي چې دغه ځانمرگي بريد په قصه خوانۍ بازار کې هاغه مهال وشو کله چې دپوليسو مشر يا ډي ايس پي گلفت حسين په گاډي کې کښيناستو.
دميا افتخار له مخې په دغه مهال يو تن په ځان پسې چاؤديدونکو موادو ته انفجار ورکړو چې له امله يې درنه چاؤدنه وشوه.
عيني شاهدان وائي دغه چاؤدنه دجماعت اسلامي له لوري دبجلۍ دلوډشيډنگ په ضد دجوړې کړل شوې احتجاجي جلسې په مهال شوې ده.
په وژل شوؤ او ژوبل شوؤ کې دزياترو کسانو تعلق دجماعت اسلامي سره ښودل کیږي.
په دغه ځانمرگي بريد کې دجماعت اسلامي سره تعلق لرونکي دقومي اسمبلۍ دوه پخواني غړي شبيراحمد اؤ صابر حسين اعوان هم ژوبل شوي دي.
دپيښې څخه وروستو امدادي ډلې قصه خوانۍ ته رسيدلي او ژوبل کسان دتداوۍ لپاره دپيښور ليډي ريډنگ روغتون ته وړل شوي دي.
په هسپتال کې بيړنى حالت پځايې کړل شوى او وئيل کيږي ديو شمير زخميانو وضعيت مرگونى دى چې له دې امله دمړو شمير کې دزياتوالي انديښنه ده.
تر دې مهاله کومې تندروه ډلې ددغې ځانمرگي بريد مسؤليت په غاړه نۀ دى اخستى.
دغه پيښه په داسې حال کې رامينځته شوې چې هم نن دگل په ورځ له دې وړاندې دپيښور په جمرود روډ دپوليس پبلک سکول مخې ته دبمي چاؤدنې له امله يو ماشوم وژل شوى او لس کسان ژوبل شوي دي.
ددغه چاؤدنې څخه وروستو پوليسو ادعا کوله چې په ټول پيښور کې يې امنيتي انتظامات سخت کړي دي.
د صوبه سرحد د تعلیم وزیرسردار حسین بابک د قصه خوانۍ پیښه غندلې او ویلې ترهگر داسې چارې د حکومت د ترهگرو خلاف د عملیاتو په ځواب کې کوي. وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته وویل چې ددغه قسم بریدونو پشا خلک نه خو اسلام او نه د پښتو سره تعلق لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG