لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

طالبانو ادعا کړې د استخباراتي ادارې پخواني غړي يي نیولې


طالبانو ادعا کړې د استخباراتي ادارې پخواني غړي يي نیولې
طالبانو ادعا کړې د استخباراتي ادارې پخواني غړي يي نیولې
<!-- IMAGE -->

پاکستاني طالبانو ادعا کړې چې دهیواد د استخباراتي ادارې اي ایس اي دوه پخواني غړي يي نیولې دي او دوي به د پاکستان په ولکه کې د افغان طالب مشرانو د خوشي کیدو په بدل کې پریږدي.
د پاکستاني مطبوعاتي رپورټونو ترمخه د پوځ پخوانی کرنیل امیر سلطان چې په کرنل امام مشهور دی او د هوايي پوځ پخوانی افسر خالد خواجه تیره میاشت په قبائیلي سیمه کې بې درکه شوې وو چرته چې دوي دیو خبریال سره د دستاویزي پروگرام جوړولو په لړ کې د مرستې د پاره تللې وو.
رپورټونه وايي طالبانوغوښتنه کړې چې دواړه نیول شوې تنان به ووژلی شې که افغان طالب مشران ملا کبیر او ملا دادالله منصور، چې د پاکستان په بند کې دي، خلاص نه کړی شول.
طالبانو د نیول شوو پخواني استخباراتي چارواکو په حقله معلومات خبریالانو ته په انټرنیټ وړاندې کړې دي چې پکښې ددوي ویډیو فلمونه هم خپاره کړې دي.
د پاکستان په مطبوعاتو باندې ددواړوتنانو ښودل شوي ویډیو عکسونو کې دوي د ځانونو پیژندگلو کوي او دا هم وايي چې دوي د اي ایس اي سره کار کړی دی.
د رپورټونو ترمخه کرنل امام او خواجه خالد ویلې دوي قبائیلي علاقې ته سفر د پاکستان پوځ پخواني سرلښکر جنرل اسلم بیگ په صلاح کړی دی.
اسلم بیگ وائس اف امریکا ډیوه ریډیو ته ویلې کرنل امام او خالد خواجه دواړو قبائیلي علاقې ته د تگ وړاندې دهغه سره لیده کاته کړې وو. خو هغه دا خبره رد کړې چې هغه دوي ته د میډیا سره ته تگ صلاح ورکړې وه.


بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG