لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : د مرستيال ښاروال په گډون اته ماشومان وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

په افغانستان کې دبمي چاؤدنو او بريدونو په بيلا بيلو پيښو کې دمرستيال ښاروال په گډون اته کسان وژل شوي دي.
دافغانستان دجنوبي ښار قندهار مرستيال ښاروال عزيز الله يارمل دگل په شپه هاغه وخت وسله والو کسانو په گوليو وويشتو چې په يو جومات کې يې نمونځ کولو.
دقندهار دوالي وياند زلمي ايوبي دعزيزالله يارمل وژنه دافغانستان ددښمنانو کار گرځولى او ويلي يې دي دغه ورانکاري نۀ غواړي چې پاک او ديانتدار خلک دحکومت په چوکاټ کې داولس خدمت وکړي.
خبريالانو ته ښاغلي ايوبي وئيلي دي دعزيزالله يارمل وژنه په جنوبي وزيرستان کې دحکومتي چارواکو دوژنې دهاغه لړۍ کړۍ ده چې مقصد يې دحکومت واکمني کمزورې کول او باصلاحيته خلک دويرولو له لارې دحکومت څخه دمرستې لاس اخستلو ته مجبورول دي.
وياند وويل عزيزالله يارمل نۀ خو دچا سره شخصي دښمني لرله او نۀ په کومه شخړه کې ککړ ؤ.
دوالي دوياند له مخې مرستيال ښاروال دقندهار ښار دسړکونو جوړولو په گډون په يو شمير پرمختيائي پروژو کې هلې ځلې کولې.
دقندهار ښار مرستيال ښاروال په داسې وخت کې وژل شوى دى چې په افغانستان کې ميشت ائتلافي ځواکونو له مخې هوډ څرگند کړى چې په روان هوړي کې به دقندهار دننه دطالبانو په ضد په پراخه کچ عمليات پيل کوي.
هم په قندهار ولايت کې په يو خرۀ پسې دتړل شوؤ چاؤديدونکو موادو دانفجار له امله لږ ترلږه درې ماشومان وژل شوي او پنځه ژوبل شوي دي.
دغه چاؤدنه په قندهار کې دپوليسو ديوې پوستې سره نزدې شوې ده او دغلته نزدې گڼ شمير حکومتي ودانۍ هم موقعيت لري.
دقندهار دوالي وياند زلمي ايوبي له مخې په دغه چاؤدنه کې ديو قبائيلي مشر فضل الدين درې وريرونه وژل شوي دي.
هغه وويل په چاؤدنه کې ددوؤ ساتونکو په گډون 5 کسان ژوبل شوي هم دي.
سرچينې وائي دغه چاؤدنه په هاغه سيمه کې ترسره شوې چرته چې دافغانستان دجمهوررئيس حامد کرزي دورور احمدولي کرزي او دقندهار دولايتي شورا رئيس کورونه موجود دي او دچاؤدنې څخه وروستو افغاني ځواکونو ټوله سيمه پخپله ولکه کې اخستې ده.
دتيرو څو مياشتو راهسې په قندهار کې دامنيت وضعه زياته خرابه شوې او زياتره وخت دغلته دياغي وسله وال لخوا په حکومتي خلکو او ودانيو بريدونه کيږي.
همدغه شان دافغانستان دتعليم دوزارت وياند محمد اصف ننگ وائي دختيز افغانستان دخوست په گربز اولسوالۍ کې دبهرنيو ځواکونو او طالبانو ترمينځ دډزو په زد کې دراتللو له امله 4 ماشومان وژل شوي دي.
په يو بيان کې نوموړي وئيلي دي دغه پيښه دگل په ورځ ماښام شپږ بجې رامينځته شوې ده.
بيان وائي دسکول دغه ماشومان دايساف دځواکونو او طالب جنگيالو ترمينځ دډزو له امله وژل شوي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG