لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د عدالتي کميشن په جوړښت وکيلان خپلو کې ويشل شوي دي


<!-- IMAGE -->

يوه ورځ دمخه د پاکستان د جمهوررئيس اصف علي زرداري لخوا په 18م ترميم دلاسليک کيدلو څخه وروسته دغه ترميم دپاکستان دائين برخه جوړه شوې ده ، خو ددغه ترميم ځينې دفعې د1973ء دائين په ضد گرځول شوي او خلاف يې سترې محکمې کې درخواستونه جمع کړل شوي دي.
په دغو خواستونو کې دسترې محکمې څخه غوښتنه شوې ده چې بايد د18م ائيني ترميم لانجمنې دفعې کالعدم وگرځوي.
ټولو خواست کوونکو په اساسي قانون کې په شوي ترميم کې دقاضيانو دگمارنې دپاره دعدالتي کميشن دجوړولو په دفعه نيوکې کړي دي او دا يې دعدليې په ازادۍ دقدغن لگولو او دائين دبنيادي ځاندرې په ضد گام گرځولى دى.
په اساسي قانون کې د18م ائيني ترميم وروسته دپاکستان قانوني او ائيني پوهانو ترمينځ دا بحث پيل شوى دى چې دپاکستان ستره محکمه دپارلمان څخه دمنظور شوي کوم ترميم د کالعدم يا ځندولو واک لري که نه؟
په دغه هکله دوکيلانو دورورولۍ دمشرانو رايې هم ديو بل څخه جدا دي.
دپاکستان دسترې محکمې دوکيلانو داتحاديې پخواني صدر چوهدري اعتزاز احسن وئيلي د17ؤ قاضيانو څخه جوړ سپريم کورټ د17ؤ کروړو عوامو دنمائنده پارلمان دپريکړې دناچله کولو واک نۀ لري او کۀ چرې دغسې وشي نو پارلمان هره دغه رقم پريکړه ردولى شي چې په دغسې صورتحال کې به بيا دهيواد دننه دپارلمان او سترې محکمې ترمينځ دټکر انديښنه رامينځته کيږي.
خبريالانو سره په خبرو کې اعتزاز احسن وئيلي دي چې سترې محکمې تراوسه هيڅ ائيني ترميم ناچله نۀ دى گرځولى.
هغه وويل دسترې محکمې پخواني مشر قاضي سجادعلي شاه يو ترميم ځنډولى ؤ او بيا چې دسجادعلي شاه سره څه وشول نو هغه نۀ غواړې چې دهغه څخه وروستو دبل چا سره هم هاغه څه وشي.
دسترې محکمې دوکيلانو داتحاديې يو بل پخواني صدر اکرم شيخ داعتزاز احسن په دغو څرگندونو سخت غبرگون ښودلى او وئيلي يې دي ستره محکمه دا واک لري چې په ائين کې څه رقم بدلون هم ناچله وگرځوي او دموقتي امر په اساس هغه ځنډولى هم شي.
دپاکستان دقانون پخواني وزير او د1973 دائين يو جوړونکى عبدالحفيظ پيرزاده هم مني چې 18م بدلون کې نۀ يواځې دقاضيانو دگمارنې په بابله دفعه دائين په ضد ده بلکې په دې کې شامل ځينې نورې دفعې دپاکستان دائين بنيادي ځاندره نيغ په نيغه اغيزمنه کوي.
او پارلمان ته ددې اختيار نشته.
عبدالحفيظ پيرزاده وائي ستره محکمه په بشپړ ډول واک لري چې دائيني ترميم په جاج اخستلو ددې خبرې تعين وکړي چې ايا دا قانون دائين دبنيادي ځاندرې سره په ټکر کې دى که نه؟
بايد وويل شي دپاکستاني وکيلانو دورروولۍ ټول هاغه مهم مشران چې دمشر قاضي افتخار محمدچوهدري دپځايې کولو دپاره يې په گډه يو کامياب تحريک چلولى ؤ د18م ترميم دځينو دفعو په هکله نۀ يواځې ويشل شوي بلکې دميډيا په وړاندې يې په يو بل تورونه لگول هم پيل کړي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG