لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پيښور: د قصه خوانۍ د چاؤدنې له امله بازارونه تړل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت دسرښار قصه خوانۍ بازار کې دگل په ورځ دترسره شوي ځانمرگي بريد څخه وروسته د نهې په ورځ په ټول ښار ماتم خور او بازارونه تړل شوي وؤ.
دصوبائي حکومت له لوري ددغه پيښې له امله ددريوؤ ورځو دماتم داعلان څخه وروسته ټولې سرکاري دستورې ځنډول شوي دي او سوداگرو هم دنهې په ورځ دکاربنديز اعلان کړى ؤ.
نن دپيښور ښار ټول کاروباري مارکيټونه او بازارونه تړل شوي او په ټول ښار کې امنيتي تدابير سخت کړل شوي دي.
په بازارونو کې ځايې پځايې په گڼ شمير پوليس ولاړ او په امنيتي پوستو زيات پوليس گمارل شوي دي.
د قصه خوانۍ په ځانمرگي بريد کې دپوليسو دډي ايس پي گلفت حسين په شمول 22 کسان وژل شوي او گڼ شمير نور ژوبل شوي دی.
په دغه پريد کې دوژل شوي ډي ايس پي گلفت حسين جنازه دپيښور په پوليس لائن او دجماعت اسلامي ديو مهم مشر حاجي دوست محمد او دهغه دسکتر غوث الرحمان دجنازې نمونځ په چارسده روډ عيدگاه کې وکړل شو.
دډي ايس پي گلفت حسين دجنازې په نمونځ کې دخيبرپښتونخوا مشر وزير بشير احمد بلور، داطلاعاتو وزير ميا افتخار حسين او پوليس سرلښکر ملک نويد هم برخه واخسته.
دجنازې څخه وروستو داطلاعاتو صوبائي وزير ميا افتحار حسين ډيوه ريډيو ته وويل ترهه گر پخپلو بزدلانه کارروائيو اولس او حکومت نۀ شي ويرولى.
هغه وويل اوس دترهه گرو ملا ماته شوې ده او دهغوي ټولې ځالې له مينځه وړل شوي دي، ځکه نو دمايوسۍ په حالت کې دغه ترهه گر بې گناه وگړي په نخښه کوي ترڅو خلکو ته دخپل وجود احساس ورکړي.
هغه وويل حکومت به تر هغې دترهه گرۍ په ضد جگړې ته دوام ورکړي ترڅو چې دترهه گرۍ نوغى په بشپړ ډول ويستل شوى نۀ وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG