لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ائس لينډ په اتش فشا کې يو ځل بيا شدت پيدا شوى دى


د ائس لينډ په اتش فشا کې يو ځل بيا شدت پيدا شوى دى
د ائس لينډ په اتش فشا کې يو ځل بيا شدت پيدا شوى دى
<!-- IMAGE -->

د هوائي سفر دکنټرول کمپني نيټز وائي په ائس لينډ کې اتش فشا يا دغرۀ څخه دتاؤ له امله پورته کيدونکو لوخړو يوځل بيا زور نيولى دى چې له دې امله په راتلونکي کې نورې لوخړې هم دبرطانيې او اروپا دنورو هيوادونو مخه کولى شي.
دهوائي سفر دکنټرول کمپني وائي نن داسکاټ لينډ يو شمير هوائي اډې پرانستل شوي خو دلندن هوائي اډې به نۀ پرانستل کيږي.
په اروپا کې ځينو ملکونو خپلې اډې پرانستي چې په هغې کې اسټريا، بوسنيا، بلغاريه، لتهونيا، هالينډ، رومانيه، روس، سربيا، چيک ري پبلک، دسپين اوولس هوائي اډې، سوئزرلينډر، ترکي او يوکران شامل دي.
ناروى خپله هوائي اډه دپرانستل کيدو څخه وروستو بيا بنده کړې ده.
همدغه راز ډنمارک په 35 زره فټه اوچت والي کې دالوتنو اجازه ورکړې ده او دفرانس په پلازمينه پيرس کې دوه مرکزي هوائي اډې نن پرانستل کيږي.
داتش فشا څخه دپورته کيدونکو لوخړو له امله هوائي شرکتونو ته سخت زيان رسيدلى دى.
دپاکستان دقومي هوايي شرکت پي اي اى وياند سلطان حسن وايي په ائس لينډ کې داتش فشا چاؤديدو له امله دنورو هيوادونو په څير پي ائي اى ته هم دروند مالي زيان اوښتى دى او اروپائي هيوادونو ته دپي ائي اى دالوتنو دځنډيدو له امله دغې ملکي ادارې تراوسه ديونيم ارب روپو زيان ليدلى دى.
دوائس اف امريکا سره په خبرو کې هغه وويل خواؤشا 18 زره مسافر دالوتنو دځنډيدو له امله خپلو منزلونو ته درسيدو په انتظار کې دي.
اروپائي هيوادونو دنهې په ورځ په محدود کچ خپل فضائي حدونه دنړيوالو الوتنو دپاره پرانستي دي خو دپي ائي اى وياند وائي دمعمول په حالاتو کې په دومره لويه پيمانه مسافر پي ائي اى په دريوؤ اوونيو کې خپل منزل ته رسولى شي.
وياند وويل دپاکستان حکومت امريکا ته خواست کړى دىچې کله په بشپړ ډول نړيوالې الوتنې پيل شي نو دهغې څخه وروستوبايد دپي ائي اى الوتکو ته نيغ په نيغه دنيويارک په هوائي اډه دکوزيدو اجازه ورکړل شي، ترڅو مسافر په وخت خپلو منزلونو ته ورسيږي.
دپاکستان څخه هره ورځ برطانيه او نورو اروپائي هيوادونو ته دڅلورو څخه پينځه الوتنې کيږي او هم په دغه شمير دهاغو ملکونو څخه هم پاکستان ته بيرته الوتکې راځي.
بايد وويل شي په ائس لينډ کې داتش فشا دايرو څخه جوړو شوؤ وريځو اروپائي هيوادونه دنړيوالو الوتنو دپاره دخپلو هوائي اډو په بندولو ددې خطرې له امله مجبوره کړي وؤ چې دايرو دبڅرو څخه دالوتکو انجن کار پريښودلى شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG