لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکائي چارواکي: دملا عبدالغني برادر څخه گټور معلومات ترلاسه شوي دي


<!-- IMAGE -->

امريکائي چارواکي وائي په پاکستان کې دافغاني طالبانو دنيول شوي مشر ملا عبدالغني څخه دپلټنو په مهال گټور معلومات ترلاسه شوي دي.
دبرطانوي خبري اژانس له مخې امريکائي چارواکو دنوم نۀ ښودلو په شرط وئيلي دي لمړى امريکائي څيړن کارو ته په محدود کچ ملا عبدالغني سره دليدنې اجازه وه خو اوس ورته نيغ په نيغه او په رسمي ډول دهغه څخه دپلټنو کولو اجازه ورکړل شوې ده.
چارواکي دملا عبدالغني څخه تر دې مهاله دپاکستان او افغانستان دگډې پولې څخه افغانستان کې په ميشتو ائتلافي ځواکونو دترهه گريزو بريدونو او دتندلارو ترمينځ خپلو کې دتماسونو په اړه گټور معلومات مخې ته راغلي دي.
چارواکي وائي دملا عبدالغني څخه ترلاسه شوي معلومات نۀ يواځې په افغانستان کې دامريکائي کمانډرانو بلکې داستخباراتي افسرانو او واشنگټن دپاره هم زيات په زړۀ پورې دي.
چارواکي دا هم وائي چې دنيول شوي طالب مشر څخه په پلټنو کې دپاکستان استخبارات مهم رول ترسره کوي خو دهغه څخه مهم رازونه راويستل او بيا دهغې تصديق کول يو اوږد او سخت عمل دى چې زيات وخت ته به اړتيا ولري. ملا عبدالغني برادر چې دملا عمر څخه وروستو دطالبانو دوهم مهم مشر گڼل کيږي دجنورۍ په مياشت کې دپاکستان دکراچۍ ښار څخه نيول شوى ؤ.
دهغه په نيونه دافغان حکومت له لوري ټکونه هم شوي او په پاکستان تور لگول شوى ؤ چې دملا عبدالغني برادر دنيولو سره يې دطالبانو سره پټ په پټه دسولې دپيل شوؤ خبرو په پرمختگ کې خنډان راولاړ کړي دي.
پاکستاني چارواکو دملا غني دنيول کيدو څخه وروستو وئيلي ؤ تيار دي چې نوموړى افغان حکومت ته وسپاري.

XS
SM
MD
LG