لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اروپايي هيوادونو ته الوتنې پيل شوي دي


اروپايي هيوادونو ته الوتنې پيل شوي دي
اروپايي هيوادونو ته الوتنې پيل شوي دي
<!-- IMAGE -->

ائس لينډکې داتش فشا دايرو څخه هوا ته پورته شوې لوخړې کمې شوي دي چې دهغې څخه وروستو دبرټانيې په گډون گڼواروپايي هيوادونو خپلې هوايي اډې پرانستي اؤ ددغو اډو څخه الوتنې پيل شوي دي.
دپاکستان ملي هوايي شرکت پي اي اى هم دشورو دورځې څخه اروپايي هيوادونو ته الوتنې پيل کړي اؤ دپي اي اى وياند وايي دبرټانيې دهوايي لارو خلاصيدلوڅخه وروستو نن دکراچۍ،لاهوراؤ اسلام ابادڅخه څلور الوتنې برتانيې ته رسيدلي دي.
وياند ويلي دي دپي اي اى الوتنه دلاهور څخه بارسلونه ته هم شوې ده.
همدغه راز دائس لينډ داتش فشاڅخه دراخوټکيدونکوايرو دلوخړو لۀ امله په فرانس کې نښتې دپاکستان څخه امريکاته روانه دپي اي اى الوتکه هم دپيرس څخه امريکاته روانه شوې ده .
په دغه الوتکه کې ٢٢٥مسافرسوارۀ وؤ.
دبرټانيې هوايي لارې دنهې په شپه پرانستل شوي اؤ دپيرس،ميډرډ اؤ ايمسټرډيم دهوايي اډو څخه ټوله ورځ الوتنې شوي دي.
دهوايي شرکتونو ويناده چې په غيرملکي هوايي اډو دشپږو ورځو راهسې دنښو په زرگونو مسافرو خپلو منزلونو ته په رسؤل کيدو به څو ورځې ولگي.
دنړيوال هوايي ټرانسپورټ دسازمان ويناده دتيرو شپږو ورځو په مهال هوايي شرکتونو ته ديو ارب اؤ اوولس کروړو ډالرو زيان اوښتىدى

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG