لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

دامريکا لخوا پنجاب کې دکلتوري ورثې دبحالۍ لپاره دمرستې اعلان


<!-- IMAGE -->

په پاکستان کې امريکائي سفيرې اين ډبليو پيټرسن په پنجاب ايالت کې ددريوؤ صوفياء کرامو دمزارونو دساتنې او بحالۍ دپاره د يو کروړ او 25ؤ لکو روپو اعلان کړى دى.
دشورو په ورځ په لاهور کې د جهانگير په مقبره يوې جوړې شوې دستورې ته دوينا په مهال امريکائي سفيرې وويل امريکا په اوچ شريف کې دحضرت راجن شاه قتال ، په ملتان کې دحضرت موسي پاک شهيد او راجن پور کې د خواجه غلام فريد دمزارونو په ساتنه کې پخپل کردار وياړ کوي.
هغه وويل دا ځائيونه يواځې دپاکستان ورثه نۀ ده بلکې نړيوال ميراث هم دى.
دامريکائي سفيرې وينا وه دغه پروژې راتلونکو نسلونو دپاره دگډ ميراث دخوندي کولو په لړ کې دپاکستان او امريکا دگډو هڅو غوره بيلگه ده.
دغه دريواړه مزارونه د تعمير دفن زړۀ پورې نمونې دي او هر کال يې په لکونو خلک دزيارت دپاره ورځي.
په دغو پروژو کې دښختو او ټائلونو دکار بحالي ، داصلي نمونو راڅرگندولو دپاره رنگ روغن ، نړيدلى پلستر لرې کول ، دلرگو وراستۀ شوي تيرونه بدلول او دډول سينگار کارونه شامل دي.
ددغو دريوؤ واړو پروژو پرته په پاکستان کې امريکائي سفارت خانې دکلتوري ورثې دتحفظ په گڼو منصوبو کې تر دې مهاله مرسته کړې ده.
په هاغو منصوبو کې دلاهور دشاهي قلعه عالمگيري دروازه ، په ټيکسلا کې دسرکپ مقام او جنا والا ډيرۍ ، پيښور کې دمهابت خان جومات او گورگهټرۍ قلعه، روهتاس کې دمان سنگهـ دحويلۍ او په لاهور کې دوزير خان جومات جوړونه او ډول سينگار شامل دي.

XS
SM
MD
LG