لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

چارسده :  د صوبائي اسمبلۍ پخوانی غړى عالمزيب عمرزی وژل شوی


<!-- IMAGE -->

د پيپلز پارټۍ شيرپاؤ پخوانى د صوبائي اسمبلۍ غړى اؤ لوړپوړى مشر عالمزيب عمرزى نامعلومو بريد کوونکو دخپلو دريوؤ ملگرو سره په گولو ويشتلى او وژلى يې دى.
دپوليسو ترمخه دخيبرپښتونخوا په چارسده سيمه کې دشورو په ورځ وسله والو کسانو دعالمزيب په گاډي په بائي پاس روډ ډزې وکړې چې له امله يې هغه دخپلو نورو دريوؤ ملگرو سره ووژل شو.
دپيښې څخه وروستو دعالمزيب او دهغه دملگرو مړي لمړى دچارسدې روغتون ته يوړل شول او وروستو خپلوانو ته وسپارل شول.
دعالمزيب عمرزي په هکله وئيل کيږي هغه شخصي دشمني هم لرله خو پوليس وائي دهغه دوژنې دعواملو په هکله څه وئيل به دوخت څخه وړاندې خبره وي.

XS
SM
MD
LG