لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزیرستان: د امنیتي ځواکونو په کاروان بريد اووه عسکر مړه


<!-- IMAGE -->

د افغانستان پولې ته نزدې د پاکستان په قبایلي سیمې شمالي وزيرستان کې د پاکستان پوځ د وینا تر مخه د دته خيل تحصيل په بويا سيمه کې وسله والو طالبانو دامنيتي ځواکونو په کاروان بريد کړى چې پکې اووه پوځيان وژل شوي او 16 ژوبل شوي دي.
دپاکستاني پوځ دعامه اړيکو څانگې يا ائي ايس پي ار ترمخه دامنيتي ځواکونو کاروان ميران شاه څخه دته خيل سيمې ته روان ؤ چې په دغه مهال پرې ترهگرو بريد وکړو.
يو پوځي چارواکي دنوم نۀ څرگندولو په شرط وئيلي دي دامنيتي ځواکونو په کاروان دغه بريد سحر وختي شوى دى.
هغه وويل ترهه گرو لمړى دامنيتي ځواکونو په کاروان گڼ شمير راکټونه وداغل او وروستو يې پرې ناتاره ډزې پيل کړې.
دغه چارواکي دا هم وويل چې په بريد کې دامنيتي ځواکونو څلور گاډي هم له مينځه وړل شوي دي.
په وژل شوؤکې يو پوځي افسر او يو جونئير کمشينډ افسر هم شامل دى.
په دغه بريد کې 16 کسان ژوبل شوي هم دي چې پکې ددوؤ حالت مرگونى ښودل کيږي.
څيړونکي وائي د پاکستاني پوځيانو په ضد سږ کال په شمالي وزيرستان کې ترسره شوى دغه تر ټولو ستر بريد دى چې پکې په دومره ستره پيمانه مرگ ژوبله اوښتې ده.
دپاکستان پوځ اوس په مهال په جنوبي وزيرستان کې دالقاعده او ځائي جنگيالو په ضد په عملياتو بوخت دى او دپاکستان دکورنيو چارو وزير رحمان ملک څو مياشتې دمخه وئيلي وؤ په دغو عملياتو کې د800ؤ څخه زيات جنگيالي وژل شوي دي.
په جنوبي وزيرستان کې دتندلارو په ضد په ستره کچ دعملياتو پيل کيدو څخه وروستو چارواکي وائي په گڼ شمير کې طالب جنگيالي دشمالي وزيرستان او اورکزو ايجنسۍ په ضد نورو قبائيلي سيمو ته تښتيدلي او اوس ددغو ځائيونو څخه په امنيتي ځواکونو دبريدونو ترسره کولو پلانونه جوړوي.
امنيتي ځواکونو په جنوبي وزيرستان ايجنسۍکې هم دتندلارو په ضد دلټونې تازه عمليات ترسره کړي چې پکې 6 تندلاري وژل شوي دي.
دغه عمليات په جناتا سيمه کې ترسره شوي دي.
ددغو عملياتو په مهال دتندلارو څخه په دروند مقدار کې وسلته هم امنيتي ځواکونو لاسته راوړې ده چې پکې درې ځانمرگي جيکټونه، اووۀ بمونه، څلور گاډي او نور چاؤديدونکي مواد شامل دي.

ځانګړې ویډیوګانې


د امریکايي خبریال د روس په زندان کې کال پوره کېدونکی دی
please wait

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG