لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امریکې ته د جاسوسۍ په تور څلور کسان وژل شوي دي


<!-- IMAGE -->

د پاکستان قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې تندروه وسله والو امريکا ته دجاسوسۍ په تور څلور کسان وژلي دي.
چارواکي وائي امريکا ته دجاسوسۍ په تور دوژل شوؤ دغو کسانو څخه دوه افغانان او دوه ځائې قبائيليان دي.
دسيمې څخه سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل دغه مړي دشمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه څخه 25 کلو ميټره لرې ختيز لوري ته د ښادي نومې کلي څخه ترلاسه شوي دي.
دسرچينو له مخې په دغو وژل شوؤ کسانو کې دوه حلال کړل شوي او دوه په گوليو سره ويشتل شوي او وژل شوي دي.
ددغو کسانو دمړو سره يو خط هم موندل شوىچې پکې هغوي امريکاته په جاسوسۍ کولوتورن کړل شوي او خلکو ته دړکه شوې چې څوک هم جاسوسي کوي انجام به يې ددغو کسانو پشان وي.
امريکا ته دجاسوسۍ په تور تر دې مهاله دپاکستان په قبائيلي سيمو کې په سلگونو کسان وژل شوي دي.
دپاکستان په قبائيلي سيمو شمالي او جنوبي وزيرستان کې چې تردې مهاله دامريکا دډرون الوتکو دبريدونو له امله طالب ياغيانو ته کوم مهم زيانونه اوښتي دي طالبان وائي دغه بريدونه دجاسوسانو داطلاع په اساس کيږي.
په سيمه کې چې تندروه وسله وال دمخبرۍ په تور کوم خلک نيسي او وژني يې دهغوي په بابله طالبان هيڅ رقم پلټنې نۀ کوي.

XS
SM
MD
LG