لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د سارک غونډه په 28م اپريل بهوټان کې کيږي


د سارک غونډه په 28م اپريل بهوټان کې کيږي
د سارک غونډه په 28م اپريل بهوټان کې کيږي
<!-- IMAGE -->

د جنوبي ايشياء دملکونو سيمه ييز دهمکارۍ تنظيم سارک دوه ورځنۍ غونډه په 28م اپريل بهوټان کې شروع کيږي.
په دغه تنظيم کې دشاملوهيوادونوڅخه پاکستان،هند، افغانستان،نيپال،سري لنکا، مالديپ اوبنگله ديش دي.
په بهوټان کې کيدونکې دسارک 16مه غونډه کې به دمبصرو هيوادونواستازي گډون کوي چې پکې امريکا، چين، ايران، جاپان، جنوبي کوريا ، ماريشس، ميانمار،اسټريليا او اروپائي اتحاديه شامل دي.
دپاکستان دخارجه دفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيلى شوي دي چې سرمشريزه غونډه کې به جنوبي ايشياء دخيچن والي څخه پاکولو او خوشحال جوړولو لپاره يو قرارداد هم منظوريږي چې ددې سره به ماحول او دموسمي بدلون څخه پيدا شوؤ ستونزو ته پام گرځولى شي.
دبيان ترمخه غونډې ته به پخپله وينا کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني جنوبي ايشياء کې دغربت ختمولو، توانايۍ په څانگه کې همکارۍ، اوبو، کرکيلې ، کليوالې ترقۍ او دسيمې خلکو ته دصحت اسانتياوؤ ورکولو پشان دستونزو ارزښت په ډاگه کولى شي.
په کال 2008م کې کولمبو کې ترسره شوي دسارک غونډه کې دپاکستان په وينا يو قرارداد منظور شوى ؤ چې پکې دسيمې خلکو لپاره دورکړې دورکړې په باوري کولو ټينگار شوى ؤ.
دخارجه دفتر دبيان مطابق وزيراعظم گيلاني به په غونډه کې په دغه معامله هم دخپل دريځ بيا يادونه کوي.
دپاکستان وزيراعظم به دغونډې په مهال دگڼو هيوادونو مشرانو سره ليدنې هم کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG