لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پاکستان حکومت په يوه اوونۍ کې د دوؤ رخصتيو اعلان کړى دى


پاکستان حکومت په يوه اوونۍ کې د دوؤ رخصتيو اعلان کړى دى
<!-- IMAGE -->

د پاکستان دکورنيو چارو وزارت لخوا دټول هيواد دننه په يوه اوونۍ کې ددوؤ رخصتيو نوټيفيکيشن جاري کړل شوى دى او امکان دى سبا دخالي په ورځ دبجلۍ دلوډشيډنگ نوى شيډول هم جاري شي.
دجمعې په ورځ دکورنيو چارو دوزارت لخوا جاري کړل شوي نوټيفيکيشن له مخې ددوؤ رخصتيو پريکړه دقومي توانايۍ په غونډه کې شوې وه چې له مخې به يې په ټول هيواد کې دخالي او اتوار په ورځ ټولې سرکاري ادارې بندې وي او دجمعې په ورځ به دورځې دولسو بجو څخه دغرمې تر دوؤ بجو پورې دنمونځ او ډوډۍ خوړولو لپاره دمه کيږي.
اوس به په سرکاري ادارو کې دگل دورځې څخه دزيارت دورځې پورې دسحر د8ؤ څخه دماذيگر تر 4ؤ بجو پورې کارونه کيږي.
بل لوري ته دډائريکټر جنرل منيجمنټ پيپکو ترمخه دلوډشيډنگ نوى شيډول به دخالي په ورځ جاري کيږي او په ټول هيواد کې به دلوډشيډنگ يوه کړنلاره وي.

XS
SM
MD
LG