لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کوز دیر: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې 10 عسکر ژوبل شوي


کوز دیر: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې 10 عسکر ژوبل شوي
کوز دیر: د پوليسو په گاډي ځانمرگي بريد کې 10 عسکر ژوبل شوي
<!-- IMAGE -->

د پاکستان د خيبرپښتونخوا ايالت په کوزدير سيمه کې د دخالي په ورځ د پوليسو په يو گاډي ځانمرگي بريد کې 10 عسکر ژوبل شوي چې دغه گاډى دتيمرگرې زندان ته روان ؤ.
پوليس وائي په گاډي کې به دتيمرگرې زندان څخه هاغه بنديان په سوات کې دترهگرۍ دمخنيوي ځانگړې محکمې ته وړل کيدل چې دتندلارو په ضد دپوځي عملياتو په مهال نيول شوي وؤ.
دپوليسو له مخې کله چې دپوليسو دغه گاډى دکوزدير بائي پاس روډ ته ورسيدو نو يو ځانمرگي تن خپل دبارودو څخه ډک گاډى دپوليسو دگاډي سره ټکر کړو.
په پيښه کې ژوبل شوي عسکر دتيمرگرې روغتون ته رسول شوي او دغلته ددوؤ زخميانو وضعيت مرگونى ښودل شوى دى.
همدغه راز دخيبرپښتونخوا دچارسدې سيمې څخه هم پوليسو دوه مهم طالب کمانډران نيولي دي.
دپوليس سرچينو ډيوه ريډيو ته وويل په نيول شوؤ کې يو تن کمانډر عبدالله د14ؤ کسانو دحلالولو ترڅنگ په گڼو مقدمو کې پوليسو ته پکار ؤ.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG