لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا د لوړو زده کړو پراختيا کې پاکستان سره مرسته کوي


امريکا د لوړو زده کړو پراختيا کې پاکستان سره مرسته کوي
<!-- IMAGE -->

امريکا په پاکستان کې دلوړو زده کړو په څانگه کې دپرمختيا لپاره دکوټلې مرستې باور ورکړى دى.
روانه اوونۍ په پاکستان کې په 1950 کې دپيل کړل شوي فل برائټ سکالر شپ پروگرام د60مې کليزې په مهال جوړې شوې دستورې ته په وينا کې په پاکستان کې دامريکا سفيرې اين ډبليو پيټرسن وئيلي دي فل برائټ او همفري دامريکا دلوري پاکستان سره داوږدې مودې داړيکو جوړولو دپاره دکيدونکې سرمايه کارۍ برخه ده.
امريکائي سفيرې وويل څومره زيات پاکستانيان چې په امريکائي ادارو کې فعاليت کوي هم دومره به امريکايانو ته دپاکستان او جنوبي ايشياء په هکله دپوهيدو موقع په لاس ورځي.
هغې وويل دا هاغه سيمه ده چې دامريکا دپاره دراتلونکي په تناظر کې زيات ارزښت لري.
فل برائټ پروگرام دپاکستان په گډون ټوله نړۍ کې دخپل نوعيت تر ټولو ستر پروگرام دى چې پکې برخه لرونکو نومياليو شخصياتو کې دپاکستان دپوهنتونونو 9 موجوده وائس چانسلران هم شامل دي.
په اسلام اباد کې دامريکائي سفارت خانې له لوري دجاري کړل شوي بيان له مخې دامريکا او پاکستان ترمينځ دستراتيژيکي خبرو او سيوا شوؤ اړيکو په اساس دتعليم په څانگه کې مهم بدلونونه رامينځته کيږي او يو شمير نوي پروگرامونه هم جوړ کړل شوي دي.
سږ کال به دخزان په موسم کې 94 پاکستاني هلکان او جينکۍ دماسټر پروگرام او شپيتۀ طالب علمان امريکا کې دزده کړو په ترلاسه کولو پيل کوي.
دنورو نوؤ پروگرامونو په اساس به راتلونکي تعليمي کال کې 100 پاکستاني زده کوونکي په امريکا کې دکالج او پوهنتون دکچ زده کړې او 60 زده کوونکي به په ټولنيزو کالجونو کې دلوړو مهارتونو دپاره امريکا ته ځي.
دپاکستان دلوړو زده کړو دتعليمي کميشن چئيرمين جاويد لغاري وائس اف امريکا ته وئيلي دي امريکا نۀ يواځې په پاکستان کې دلوړو زده کړو دڅانگې په پرمختيا کې مرسته کوي بلکې دجگړو څخه اغيزمن ملاکنډ ډويژن کې هم دتعليمي هلو ځلو په بحالۍ کې وړانديتوب ښائي.
هغه وويل په دې لړ کې امريکا پاکستان ته 40 کروړه او 50 لکه ډالر ورکړي دي چې دغه رقم به دتباه شوؤ تعليمي ادارو په بيا رغونه او د زده کوونکو په وظيفو لگول کيږي.
جاويد لغاري په دې خبره افسوس ښکاره کړو چې په پاکستان کې دلوړو زده کړو وړ ټوله ابادۍ کې دا وخت دپينځوؤ فيصدو څخه هم کمې ابادۍ ته دلوړو زده کړو موقعې ترلاسه دي.
هغه وويل دا مهال په پاکستان کې د17ؤ څخه د23ؤ کالو عمر پورې تقريباً دوه نيم کروړه ابادي ده چې دهغې څخه يواځې 15 لکه لوړې زده کړې ترلاسه کوي او دا شميره دخواشينۍ تر حده کمه ده.
دهغه وينا وه په پاکستان کې دطالب علمانو شميره هر کال 15 فيصده سيوا کيږي او دهغوي داړتياوؤ ترسره کولو دپاره هم په دغه کچ بايد وسيلې هم په لاس کې ولرل شي.
هغه وويل دتيرو وختونو په څير موجوده حکومت هم دلوړو زده کړو دکميشن بوديجه 20 فيصده يعنې 4 اربه روپۍ کمه کړې ده.
دجاويد لغاري له مخې ضرورت دې خبرې ته دى چې لوړې زده کړې مهمې وگڼل شي او دهغې دپاره دزياتو څخه زياتې پنگې او وسيلې ورکړل شي،ترڅو پاکستان په دغه څانگه کې دهند په گډون دسيمې دنورو هيوادونو سره په يوه ليکه اودريږي.

XS
SM
MD
LG