لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو افغان انتظاميې ته دواک دسپارلو پلان منظور کړى دى


ناټو افغان انتظاميې ته دواک دسپارلو پلان منظور کړى دى
ناټو افغان انتظاميې ته دواک دسپارلو پلان منظور کړى دى
<!-- IMAGE -->

د ناټو دبهرنيو چارو وزيرانو دنومبر دمياشتې نه په افغانستان کې دامريکا او نورو نړيوالو طاقتونو له اړخه دامنيت چارې افغان چارواکو ته دسپارلو دمنصوبې منظوري ورکړې ده.
دايسټونيا په پلازمينه ټالن کې دناټو ددوه ورځنۍ غونډې څخه وروستو ددغه سازمان عمومي سکتر انډرس فوگ راسموسن وويل کابل کې دوړاندې څخه افغاني ځواکونو دامنيت په ذمه وارو کې دمشرۍ رول ترسره کول پيل کړي دي او هيله ده چې دجولائي په مياشت کې په کابل کې دکيدونکي کانفرنس په مهال به افغان حکومت او نړيواله ټولنه سيمه ييزې انتظاميې ته پړاؤ په پړاؤ دچارو دسپارلو دپروژې ملاتړ وکړي.
په دغه مهال عمومي سکتر دناټو په هيوادونو ټينگار وکړو چې دافغان ځواکونو دروزنې دپاره په افغانستان کې خپل نور پوځيان هم وگماري.
ناټو په داسې وخت کې دنومبر څخه افغاني ځواکونو ته دامنيت او دنورو چارو دسپارنې دمنصوبې منظوري ورکړې ده چې په افغانستان کې په ميشتو افغاني او ائتلافي ځواکونو دبريدونو ترڅنگ ددولتي ودانيود په نخښه کولو او دسړک دغاړې په بمي چاؤدنو کې دتيرو څو مياشتو راهسې شدت پيدا شوى دى.
دناټو وينا ده دهلمند څخه وروستو به په روان هوړي کې په قندهار کې هم دطالبانو دسيوا شوؤ فعاليتونو دمخنيوي دپاره په پراخه کچ عمليات پيل کړي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG