لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

شمالي وزيرستان : د ډرون بريد لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي


شمالي وزيرستان : د ډرون بريد لږ تر لږه اووه کسان وژلي دي
<!-- IMAGE -->

د افغانستان دپولې ترڅنگ دپاکستان په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د مشکوک بې پائيلټه الوتکو له لوری د خالي په ورځ شوي برید کې لږ تر لږه اووه کسان وژل شوي دي.
لومړي رپوټونو تر مخ دغه بريد دشمالي وزيرستان د مرکز ميرانشاه نه د 20ؤ کلومیټرو په فاصله کې پروت د مرسي خیل په سیمه کې د تندلارو په يوه ځاله ترسره شوې دی. تر دې دمه نۀ ده معلومه شوې چې په وژل شوؤ کې دطالبانو او القاعده کوم مهم مشران يا کمانډران په نخښه کړل شوي او که نه ؟
په دې وروستيو کې په شمالي وزيرستان کې دالقاعده او طالبانو په ضد دډرون بريدونو په لړۍ کې زياته چټکتيا رامينځته شوې او په دغو بريدونو کې دطالبانو او القاعده دمهمو کمانډرانو ترڅنگ گڼ شمير جنگيالي وژل شوي دي.
له دې وړاندې به په قبائيلي سيمه جنوبي وزيرستان کې هم دډرون بريدونو راپورونه وخت په وخت ترلاسه کيدل خو دتير کال داکتوبر دمياشتې څخه چې کله په جنوبي وزيرستان کې دپاکستان پوځ دطالبانو په ضد په پراخه پيمانه پوځي عمليات پيل کړل نو په دغه قبائيلي سيمه کې دډرون بريدونو يو څه تم شوې ده.
څيړونکي وائي په جنوبي وزيرستان دډرون بريدونو دکموالي علت ددې تاثر مخه نيول دي چې گنې امريکائي او پاکستاني ځواکونه په گډه توگه دغلته دتندلارو په ضد عمليات نۀ کوي.
امريکائي چارواکي دپاکستان په قبائيلي سيمو کې دپټو شوؤ ترهه گرو په ضد ډرون بريدونه يوه موثره وسله گرځوي.
په دغو بريدونو کې تير کال دپاکستاني طالبانو دمشر بيت الله محسود دوژل کيدو ترڅنگ دهغه څخه وروستو دطالبانو دټاکل شوي مشر حکيم الله محسود دوژل کيدو راپورونه هم خپارۀ شوي دي خو طالبان دحکيم الله محسود دوژنې راپورونه ردوي او وائي هغه ژوندى دى.
طالبانو تر دې مهاله دخپل مشر حکيم الله محسود دژوند په هکله ميډيا ته کوم کوټلى ثبوت نۀ دى ورکړى.

XS
SM
MD
LG