لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

امريکا دقبائيلي سيمو دپاره دکالو پترو د مرکز پرانسته کړې ده


امريکا دقبائيلي سيمو دپاره دکالو پترو د مرکز پرانسته کړې ده
<!-- IMAGE -->

د قبائيلي سيمو دخلکو لپاره دکاروبار پيدا کولو او دقيمتي کاڼو او دکالو پترو صنعت ته دودې ورکولو لپاره دامريکا حکومت دخيبرپښتونخوا دانجنئيرنګ او ټيکنالوجۍ دپوهنتون او په پاکستان کې دکالو پترو دپرمختيا دکمپنۍ په مرسته د 50 ملينو روپو ديو مرکز پرانسته کړې ده.
دسنټر اف ايکسيلنس په نوم ددغه مرکز دپرانستې په مهال دخيبرپښتونخو ګورنر اويس احمدغني هم موجود ؤ.
په دغه مهال په پيښور کې دامريکا قونصل جنرالې کنډنس پتنام وويل امريکا دپاکستان دقبائيلي سيمو داولس دژوند په ښه کولو کې دپاکستان دحکومت سره پخپلو مرستو وياړ کوي او غواړي چې نۀ يواځې ددې سيمې خلک ښه ژوندي وکړي بلکې دهغوي بنيادي ځاندره، روغتيا او دتعليم څانګه کې هم پرمختګونه وشي.
په دغه موقع دخيبرپښتونخوا ګورنر اويس احمدغني وويل مونږ دنړيوالې ټولنې او په ځانګړې توګه دامريکا لخوا په قبائيلي سيمو کې دټولنيزې پرمختيا لوري ته په پام ګرځولو دامريکا مننه اؤ ستائينه کوؤ.
هغه هيله څرګنده کړه چې دکالو پترو ددغه مرکز سره به دقبائيلي سيمو او خيبرپښتونخوا اولس ته دخپل ژوند دکچې لوړولو موقعې په لاس ورشي.
بايد ووئيل شي دقبائيلي دکالو پترو ددغه مرکز دپرانستې لپاره دامريکا لخوا ورکړل شوې 50 ملينه روپۍ دهاغو 750 ملينو ډالرو دمرستې برخه ده چې امريکا به يې دقبائيلي سيمو داولس دژوند ښه کولو دپاره دراتلونکو پينځوؤ کالو پورې دپاکستان حکومت ته ورکوي.
دغه رقم به دټولنيزې پرمختيا ، تعليم، پرمختيائي پروژو او اولس ته دروزګار دموقعو پيدا کولو دپاره پکار راوستل کيږي

XS
SM
MD
LG