لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

پوځ وايي سوات کې تر 70 فيصدو پورې جنگيالي وژلي دي


<!-- IMAGE -->

دپاکستان دخيبرپښتونخوا ايالت په سوات اوملاکنډ ډويژن کې دروانو پوځي عملياتو مشر ميجر جنرال سجاد غني وائي تر دې مهاله دسوات په عملياتو کې تر70ؤ فيصدو پورې تندلاري وژل شوي او يا نيول شوي دي.
په مانسهره کې د بيلا بيلو رجمنټونو عسکرو او خبريالانو سره په خبرو کې ميجر جنرال سجاد غني ووئيل پاکستان پوځ داولس په مرسته دسوات په عملياتو کې زياتې لاسته راوړنې کړي او يو مشن يې پايې ته رسولى دى.
ښاغلي غني ووئيل اوس مهال په سيمه کې دبياابادۍ کارونه روان دي او تراوسه په ملاکنډ کې تر 200ؤ پورې سکولونه جوړ کړل شوي دي.
هغه وويل دامنيتي ځواکونو لخوا ترسره شوؤ عملياتو کې تردې مهاله تر 70ؤ فيصدو پورې تندلاري وژل شوي او يا خو نيول شوي دي او کوم چې پاتې دي هغوي به هم ډير زر له مينځه وړلى شي.
پوځي مشر وويل په ملاکنډ کې اوس په د170ؤ سکولونو په جوړولو کار روان دى او په سوات کې به دسيلگرۍ څانگې ته هم پام گرځولى شي.

XS
SM
MD
LG