لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د افغان امنيتي ځواکونو په گاډي بريد، 4 کسان وژل شوي


د افغان امنيتي ځواکونو په گاډي بريد، 4 کسان وژل شوي
<!-- IMAGE -->

دافغانستان دکورنيو چارو وزارت وائي په جنوبي ولايت زابل کې ديو ځانمرگي بريد ترسره کيدوله امله 4 کسان وژل شوي او تر 12پورې نور ژوبل شوي دي.
دافغانسان دکورنيو چارو دوزارت لخوا جاري کړل شوي بيان کې د4ؤ کسانو دوژل کيدو تصديق شوى اوپه وژل شوؤ کې دوه ستونکي او دوه اولسي وگړي شاملدي.
دزابل دگورنر وياند محمدجان رسوليار په دغه هکله وئيلي دي ځانمرگي تن دشاه جوي سيمې په يو مرکزي بازار کې دامنيتي ځواکونو گاډى په نخښه کړی دى.
بل لوري ته طالبانو ددغه بريد مسؤليت پخپل ويب سائټ جاري کړي يو بيان کې قبول کړى دى خو وائي دغه بريد ځانمرگى نۀ بلکې دسړک دغاړې دښخ کړل شوي بم له لارې ترسره شوى دى.

XS
SM
MD
LG