لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان هند نه د ممبۍ شک من ترهگر غوښتی


<!-- IMAGE -->

پاکستان د هند نه غوښتنه کړې چې په کال ٢٠٠٨ کې د ممبۍ ښار په حملو کې ککړ شک من ترهگر دې اسلام آباد ته ووسپارې.
پاکستاني چارواکې وايي چې محمد اجمل قصاب ورته په یوه مقدمه کې د شهادت ورکولو په لړ کې پکار دی.
پاکستان دغه مقدمه په اوو هاغه نورو تنانو چلوي چې ممبۍ کې د حملې د سازش جوړولو په تور کې نیول شوې دي.
پاکستاني چارواکي وائې چې اجمل قصاب په دې لړې کې ډیر مهم شواهد لري او د پاکستان په مقدمه کې د هغه حاضریدل قانوني تقاضه ده.
پاکستان وائې چې د هند نه يي دا غوښتنه هم کړې ده چې د هند یو وگړی فهیم انصاري دې هم پاکستان ته ووسپارلی شي. په فهیم انصاري تور لگول شوی دی چې هغه په ممبۍ کې د حمله کونکو د پاره د ښار د مهمو ځایونو په حقله معلومات راغونډول.
په هند کې په اجمل قصاب مقدمه د مارچ په میاشت کې سر ته رسیدلې ده او د مقدمې فیصله به د مۍ په دریمه نیټه اعلانول کیږي. د هند خلاف د جنگیدلو او وژنې په الزام هغه ته د مرگ سزا هم اورول کیدی شي.
د کال ٢٠٠٨ د نومبر په میاشت کې ١٠ وسله والو حمله کونکو ممبۍ کې په دوو هوټلو، د یهودیانو یو مرکز او په څو نورو ځایونوباندې بریدونه ووکړل چې پکښې لږ ترلږه ١٦٠ تنان ووژل شول. دغه حملې تردریو ورځو پورې روانې وې.
هندې او پاکستاني چارواکود ممبۍ حملو پړه په پاکستان کې میشته د لشکر طیبه تنظیم په غاړه اچولې ده او پاکستان وايي هیواد کې د نیول شوو اوو واړو تنانو تعلق هم دې تنظیم سره دی.
د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارمنټ لشکرطیبه یو ترهگر تنظیم گرځولی دی او په پاکستان کې د پخواني صدر پرویز مشرف حکومت دا تنظیم غیرقانونه گرځولی او پابندي يي پې لگولې ده.



هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG